د فرانسې ولسمشر د مذهبي مشرانو سره لیدلي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ نن په پاریس کې د مختلفو مذاهبو مشرانو سره ولیدل او د یو مسلمان افراطي په لاس د یو عیسوي پادري د وژنې نه پس پیدا شوي حالت باندې خبرې کړي.

ښاغلي هولانډ د مذهبي مشرانو سره خبرو کې په هیواد د مذاهبو ترمنځ د یووالي اړه ټینگار کړیدی .هغه ویلي چې د تروریزم سره جگړې دپاره یو شریک هوډ ته ضرورت دی.

د پاریس د یو ستر جومات امام دلیل ابوبکر په دې غونډه کې د خبرو په وخت وویل «زه غواړم چې د دې ناستې نه په گټې اخیستو دا ووایم چې فرانسه کې مسلمانان په دې پیښه سخت غمژن دي، مسلمانان دا وخت د د ذهني ناراحتۍ ښکار ده. اسلام د داسې عملونو اجازه نه ورکوي. په یو مذهبي ځای حمله کول د بشریت خلاف کار دی.

په تیرو نولس میاشتو کې فرانسه کې قریب درې سترې ترورستي حملې شویدي

په فرانسه کې کیتولک عیسویان د پرونۍ حملې نه پس نن هم د ماتم په حالت کې دي. پرون یو نولس کلن مسلمان ځوان چې پخوا هم ورباندې د ترورستۍ تورونه وو، په یوه کلیسا کې دننه د وینا په مهال د یو شپږ اتیا کلن پادري په مرۍ چاړه راکش کړې.حمله کونکی او ملگری ېې وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

دې حملې کې لاس لرونکی عادل کریمچي په کال ٢٠١٥ کې عن د تروریزم په تړاو تور نیول شوی و، حکومت د هغه په لاس کې یو برقي دستبند هم اچولی و چې کړو وړ نه ېې ځان خبر وساتي. هغه د حملې په وخت هم دغه دستبند تړلی و.

په تیرو نولس میاشتو کې فرانسه کې قریب درې سترې ترورستي حملې شویدي. چې یوه ېې د کال ٢٠١٥ د جنوري په میاشت کې د چارلي ابدو د مجلې په دفتر شوې وه. بیا لس میاشتې پس یوه منظمه حمله کې ١۴٧ کسان ووژل شو.

بیا په دې نیزدو وخت کې یو نفر چې درنه لارۍ ېې چلوله د نیس په ښار کې د یو میلې په جریان کې په خلکو لارۍ وخیژله او په ډزو ېې هم گڼ کسان ووژل.