کابل شپږیزه کرکټ: بند امیر ښاماران او امو نهنگان د دریمې ورځ اتلان شول

د بند امیر ښامارانو او د کابل بازانو خپلې دواړه لوبې گټلې دي

په کابل کې د کورني کرکټ لیګ په ترڅ کې نن د بندامیر ښامارانو لوبډلې د بست ساتونکو او د آمو نهنګانو لوبډلې د مس عینک اتلانو ته د زړه پورې سیالیو نه پس ماتې ورکړې.
لومړۍ لوبه د محمد نبي په مشرۍ د بندامیر ښامارانو او د نجیب ځدران په مشرۍ د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ وه،بندامیر شل اوریزه لوبه کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۷ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې توپ اچونکو له لوري محمد نسیم بړیڅ درې لوبغاړي وسوځول.
خو د نجیب ځدرن په مشرۍ بست ساتونکو ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۳ منډې جوړې او سیالي یې بندامیر ښامارانو ته وبایلله. د بندامیر ښامارانو له لوري عبدالله عادل، محمد نبي عیسی خیل او نصرت الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ابراهیم ځدراڼ د سهارنۍ سیالۍ غوره لوبغاړي ډالۍ وبلل شو

نن د مس عینک توپوهنه د شرف الدین اشرف د توپ اچونې مخکې ونه چلیده


دوهمه لوبه د نوروز منگل په مشرۍ د مس عینک اتلانو او میرویس اشرف په کپتانۍ د آمو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د آمو نهنګانو کپتان وګټله او توپوهنه یې پیل کړه. دوی د سیالۍ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۸ منډې جوړې او مس عینک اتلانو ته یې د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې جاوید احمدي ۶۳ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو توپوهونکو له لوري فضل نیازي ۴ لوبغاړي وسوځول..
مس عینک اتلانو د امو د نهنگانو د توپ اچونکي شرف الدین شرف د غوره بالنگ له کبله ورکړل شوی هدف ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په اتلسم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۵ منډې جوړې او لوبه یې آمو نهنګانو ته وبایلله.

محمد نبي غوره کپتاني او بهترینه لوبه په دویمه سیالۍ کې هم ثابته کړه

د امو نهنګانو له لوري شرف الدین اشرف ۴، میرویس اشرف ۲ او ابراهیم عبدالرحیم هم ۲ لوبغاړي وسوځول.شرف الدین اشرف د سیالۍ غوره لوبغاړي وبلل شو

د دریمې ورځې د شپږیزې کرکټ لیگ د سیالیو نه پس شپږ لوبې وشوې چې دې کې د کابل بازانو او د بند امیر ښامارانو دوه گټلي، د امو نهنگانو او د مس عینک یوه یوه گټلې او یوه یوه بایللې، د بست ساتونکو او سپین غر زمریان خپلې دواړه بایللي. د جمعې په ورځ د سپین غر بازان د بست ساتونکو سره او د بند امیر ښار د امو نهنگانو سره مخامخ کیږي..