د ناټوعمومي منشي: زمونږ خوندیتوب زمونږ په یووالي کې دی

ناټو د ۲۰۱۷ کال لپاره د نوې اجنډا عملي کول غواړي

د ناټو غړو هیوادونو د (فبرورۍ په ۱۵ او ۱۶) د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غوڼډه کې ددی شمالي اتلانتیک د امنیتي تړون په قوت موندنې موافقه وکړه او ددی سازمان په وړاندې بر امنیتي تهدیدونو يی بحث وکړ.

د ناټو منشي یانس سټولټنبرګ رسنیو ته وویل، غړو هیوادونو د همدې مثبت اقدام پر دفاعي لګښتونو د دوام لپاره يي پر لاروچارو اوږده بحثونه وکړل.

د ناټو غونډې په اوله ورځ امریکايي مقاماتو له ناټو وغوښتل چې په دفاعې بودیجې کې خپله ونډه زیاته کړي.

د امریکا د دفاع وزیر د ناټو د نظامي کمیټې د رئیس سره په بروکسل کې


د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر جېم متېس وویل هېواد یې ناټو ته د یوه مهم شریک په سترګه ګوري، خو له ناټو سره به د همکاریو په برخه کې واړه بدلونونه رامنځته شي.

په ورته وخت کې د کاناډا او ترکیې دفاعي چارواکو وویل د ناټو د غړو هېوادونو یو شمیر وزیران باید مخامخ له امریکايي پلاوي سره په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ګواښونو په اړه بحث وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر پدې ټینګار لري چې وګوري متحدین یې د داعش ډلې په ځپلو کې څنګه همکاري کولې شي. او د بریتانیې د دفاع وزیر مایکل فالون وویل دا د وخت مخکې نه ده چې د ثبات او د پوځي دخالت وروسته پر بیاپخلاینې خبرې پیل شي.

که څه هم د امریکا جمهور رئیس، دونالډ ترمپ پدې وروستیو کې ناټو له کاره لویدلی سازمان بللی و، خو اوس یې د دفاع وزیر ناټو سره د امریکا د دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

ددی سازمان یو شمیر غړو د څوملیتي ځانګړي ځواک پر قوماندانۍ جوړیدو هم موافقه وکړه.

بلجیم، ډنمارک او هالنډ د ناټو په چوکاټ کې نوی قرارداد لاسلیک کړ

د ناټو درې غړو د یو نوي تفاهم له مخې په خپل منځي دفاعي همکارۍ او ځانګړي عملیاتي ځواک د یوې قوماندانۍ پر ایجاد هم موافقه وکړه. دا درې هیوادونه، بلجیم، ډنمارک او هالنډ دي. د دری واړو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې (فبروري ۱۶) موافقه لاسلیک کړه او وی ویل دوئ غواړي پدې نوي عملیاتي ځواک قوماندانۍ جوړیدو په ۲۰۱۹ کال کې کار پیل کړي.

د انټرنټي بریدونو د مخ پر زیاتیدونکو تهدیدونو په برخه کې، ناټو فیصله وکړه چې د غړو هیوادونو ترمنځ قوي همکاري اوهمغږي د سایبري حملو د تهدید په مقابل کې اغیزمن نقش لرلی شي. د پنجشنبې په ورځ د ناټو سازمان او فنلنډ داسی یو قرارداد وکړ چې سایبري دفاعي همکاریو په برخه کې یو سیاسي کاري چوکاټ رامنځ ته کړي ترڅو د ناټو او فنلنډ هیواد د خپلو انترنټي شبکو فعالیت پراخ او په ښه ډول خوندي وساتي.

ناټو د ۲۰۱۷ کال په دی لمړنۍ دوه ورځنۍ غوڼډه کې یو بل اقدام هم وکړ. ناټو غواړي لدې وروسته ددی سازمان د منځني پرواز الوتکو لپاره په فضا کې د تیلو د اړتیا پوره کیدو سیستم یا قابلیت رامنځ ته کړي. ددی هدف لپاره د ناټو درې غړو هیوادونو، بلجیم، جرمني او ناروې موافقه وکړه چې د دغه اروپایي پروګرام سره یوځای شي.

ایربس ۳۳۰ الوتکه چې په هوا کې تیل ترلاسه کولې شي

ددی پروګرام له لارې چې د هالنډ او لکزمبرګ لخوا جوړ شوې دی، د ایربس لویې الوتکې په فضا کې تیل ترلاسه کولې شي. دا پروګرام تیرکال د همدې دوه هیوادونو لخوا پیل شو چې په لمړي قدم کې یي د ایربس ۳۳۰ ډوله دوه ترانسپورتي الوتکې تجربه شوې او په پام کې ده په ۲۰۲۰ کال کې ماموریت ته داخلې شي. د نوې لایحې له مخې نور غړي هیوادونه هم ددی پروګرام سره یوځای کیدی شي چې تمه ده د دا ډول الوتکو شمیر اتو ته ورسوي.

د ناټو د ۲۰۱۷ کال په اجڼډا کې د ستراتیژیکو هدفو لپاره طرحې جوړول هم شامل دي. ناټو غواړي د خپل قلمرو په جنوبي برخه کې د سوریې، عراق او داعش لپاره په یو چوکاټ کې کاري تګلاره ولري او د ترکیې سره کمک وکړي چې په توره بحیره کې د ناټو نقش لوبوي. ترڅنګ يي په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې خپل دفاعي قابلیت لوړ کړي. او په ختیځ قلمرو کې غواړي خپل متحدین د روسیې د ګواښونواو تهدیدونو په مقابل کې په خپلې همکارۍ ډآډه کړي.

په سیاسي چارو کې د ناټو کمیټه به د اروپایي اتحاد سره په په اړیکو جوړولو کار وکړي، د ګرجستان او اوکراین سره به روابط وغزوي، د مسدونیا، بوسنیا اوهرزګویوینیا ته سیاسي فعالیت پراخ کړي. او د نهايي تصمیمونو په هدف به غواړي خپل منځي استخباراتي معلومات شریک کړي.

د ناټو نظامي کميټه به په لوړه کچه د تیارسۍ په حالت کې د عملي اقدام د ځانګړي ځواک لپاره پلانونه ترتیب کړي ترڅو په نورو ځایونو کې ګټور پراخ حضور پیدا کړي، د دفاعي چارو په مختلفو برخو کې پانګونه او لګښت وشي، د ۲۰۱۷ کال او تر هغې وروسته د ناټو د پوځي تمرینونو او روزنې لړۍ دوام پیدا کړي، په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت تقویه کړي او د ناټو د قوماندانۍ په ترکیب یوه فعاله ارزونه وکړي.

د اتومي پلان جوړولو ډله يي په اروپا کې د تخنیکي اتومي وسلو په راتلونکې غور وکړي، په معاصر وخت کې اتومي تهدیدونه مشخص کړي، او اتومي روزنه او پوهه زیاته کړي.