ساپی:سياسي رهبران دی ملي گټې په پام کې ونيسي

  • نوشابه آشنا

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو سر پرست وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست او د بلخ د والي عطا محمد نور نوی سیاسي ائتلاف جوړ کړی.

د نوي ائتلاف غړي له جمهور ريس اشرف غني څخه غواړي تر څو د شوی سیاسي توافقنامې په اساس د ولسمشر د لمړي مرستيال او اجرائيه رياست د مرستيالانو صلاحيتونه دی بيرته دوئ ته ورکړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير ساپي امريکا غږ سره په مرکه کې وويل سیاسي مشران باید د هيواد ملي گټې او په وړاندی یي موجوده ګواښونه په پام کې ونيسي ترڅو افغانستان له دغه حالت څخه ووځي.

هغه زياته کړه د حکومت د برحاله لوړ رتبه چارواکو له لورې د دا ډول ائتلافونو جوړول پخپله دوئ ، ولس او نظام ته تاوان رسوي.

د ښاغلي ودير ساپي سره د نوشابې اشنا مرکه دلته اوريدلائ شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ودير ساپي سره د امريکا غږ مرکه