په ننګرهار کې دوسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې کوکنار شوي وو

سږکال د ننګرهار په ناامنه سیمو کې ډېر کوکنار کرل شوي

سږکال د ننگرهار په هغو سیمو کې د کوکنارو ډېر کر شوی وو، چې وسله والو مخالفینو پکې شتون درلود او ناامنه سیمې وې.

په ختیځ کې د مخدره موادو پر وړاندې دمبارزې رئیس محمد ادریس صافی وایي چې سږکال یې دسروې له مخې په خوګیاڼیو او شینوارو ولسوالیو کې کوکنار ډېر کرل شوي.

هغه وایي د ننګرهار هغه ۱۵ولسوالۍ چې ناامنه او د دولت مخالف وسله وال په کې مېشت دي، دکوکنارو کرکېله په کې ډېره شوې او د ناامنۍ له امله یې د مخنیوي لپاره لاسرسی نه لره.

ادریس صافی وایي چې سږکال په دې ولایت کې تر نورو کلونو ۴۶سلنه کوکنار ډېر کرل شوي.

هغه د کوکنارو د ډېر کرلو لامل په سیمه کې پراخه نا امني ښیي.

دی زیاتوي: "سږکال ۱۴۰۰۰هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو،هغه کې زیات کوکنار چې دي دخوګیاڼیواو شینوارو علاقو کې دي، دتېرکال په نسبت باندې ۴۶فیصده زیاتوالی په کې راغلی،په ۲۰۱۵کال کې چې و ۶۳۳۵زره هکتاره ځمکه وه ،هغو سیموکې چې امنیتي تهدیدات ډېر دي خلکو کوکنار کرلي،هغو سیمو کې چې امنیتي تهدیدات ډېر دي او خلک له فرصت نه استفاده کوي کوکنار ډېر کرل شوي."

هغه وایي ددوی د سروې له مخې داعش مېشتو ولسوالیو کې کوکنار لږ کرل شوي وو.

خو دشینوارو هسکې مېنې او اچین ترڅنګ دکوټ، چپرهار او آګام کروندګر بیا وایي چې پر ناامنیو سربېره یې بیاهم سږ کال کوکنار په پرېمانه کچه کرلي او ګټه یې ترې پورته کړه.

دهسکې مېنې کروندګر بیا وایي چې سږکال یې پر خپلو ځمکو کرل شویو کوکنارو نه ګټه پورته کړه او چایې مخه نه ده نیولې.

"پخوا به مو چې ځمکې کوکنارو ته آماده کړې دولت به راغی او نه به یې پرښودو خو دا دوه کاله کېږي چې دلته دولت نه راځي، کوکنار کرو او ګټه ترې پورته کوو، طالبان موږ ته هیڅ هم نه وایي او له بل چا نه وېره نه لرو."

دچپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی تاج محمد چې پر خپله دوه جریب ځمکه یې کوکنار کرلي او ګټه یې ترې پورته کړې وایي چې سربېره پردې چې چپرهار دوسله والو مخالفینو پراخ نفوذ لري خو د کوکنارو مخنیوي په کې نه دی شوی.

"دلته ټول طالبان دي یو نیم ځای کې داعش هم شته خو ځان نه ښکاره کوي، کوکنار هغو ځایونو کې واړول شول چې دولت و دلته خو دولت نه شته ټول مخالفین دي دوی دکوکنارو مخه نه نیسي موږ هم ښه په خوښۍ او پرته له کومې وېرې ترې اپین ټول کړل."

سږکال دداعش ډلې دننګرهار په چپرهار، پچیرواګام،هسکې مېنې، اچین او کوټ ولسوالیو کې دکوکنارو دکرکېلې او له اپینو څخه دګټې اخیستنې مخنیوی کړی خو د وسله والو طالبانو تر پراخ نفوذ لاندې سیمو کې بیا په پراخه کچه کوکنار کرل شوي وو.

په هغو سیمو کې چې دولت دکوکنارو له منځه وړلو او دکرکېلي مخنیوي ته لاسرسی نه لره، داعش ډلې دا چاره ترسره کړې ده خو په ډېره لږه کچه.