د کابل د چهاراسیاب او نورو ولسوالیو یو شمېر کروندګر وايي چې له پامه غورځېدلي او د هیڅ لوري لخوا ورسره هیڅ راز مرسته نه کیږي.
پنځوس کلن کروندګر احمد ولي چې له کوچنيوالي بزګر دی، وایي پخپل پلرني کسب ویاړي، ځکه له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه ګټي. نوموړی چې په خپله کرونده کې شوتل کرلې دي وایي، شوتلې نه یوازې په بازار کې په ښه بیه خرڅیږي، بلکې په خبره یې کلیوال یې هم د خپلو څارویو لپاره ورڅخه په ښه بیه پیري.
په کابل کې یو شمېر کروندګر له دوی سره د مرستو د "غیرعادلانه" وېش څخه سر ټکوي. د عبدالبصیر په نوم د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ یو کروندګر وايي، چې مرستې راځي، خو یوازې پر ځینو مشخصو کسانو چې د نوموړي په خبره، مستحق نه دي، ویشل کیږي.
په کندهار کې کروندګر وایي، ځمکني توتان چې د کوکنارو یو له ښو بدیلو کښتونو څخه شمېرل کېږي او دوی یې په کرلو کې ښه تجربه تر لاسه کړې، خو سږ کال یې د نباتي افاتو له كبله د حاصلاتو کچه ډېره ټیټه شوې ده.
په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، چې په دغه ولایت کې یې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي چې د تیر لمریز کال څخه تر دې مهاله پورې نیول شوي وو، سوځولي دي.
په ننګرهار کې د وریجو یو شمېر کروندګر د کیمیاوي سرو له لوړ قیمت څخه شکایت کوي. د دې ولایت د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې الف خان، چې په شاوخوا درې جریبه ځمکه کې یې د شولو کر کړی دی وايي، چې تېر کال يې د وریجو حاصلات ډېر ښه وو، خو سږ کال ښايي هغه ډول نه وي.
په کندهار کې ځینې کروند ګر وایي چې حاصلات یې په ټېټه بیه پلورل کيږي او خپل کړی لګښت هم نشي پوره کولی. نثاراحمد چې په خپله کرونده کې یې تور بانجان کرلي دي، وایې چې حاصلاتو یي ښه نتیجه ورکړې ده، خو نوموړی د مارکېټ له نشتوالي څخه شکایت کوي.
په ننګرهار کې یو زیات شمېر کروندګر په کرنیزو ځمکو کې د کورونو د جوړولو له امله انديښمن دي او وايي، چې د کورونو په جوړولو سره کرنیزې ځمکې مخ په را کمېدو دي او راتلونکې کې به د افغانستان کرنه له ګواښ سره مخ شي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یوه کروندګر شاو خوا اتلس جریبه ځمکه باندې کرلي فصلونه وروستي طوفان له منځه وړي دي. مجیب الله چې په شریکه د دې ځمکې کر کیله یې کوله وايي، ځمکه يې په دهقانۍ نیولې ده او پکې شولې، مۍ، جوار او نور يې کرلي و، چې اوس د حاصلاتو ټولې هیلې په سیلاب لاهو شوي دي.
په کندهار کې د تازه میوو موسم پیل شوی او د نورو کلونو په پرتله د میوو حاصلات د کیفیت او کمیت له اړخه هم ښه دي، خو بڼوال او د میوو کاروباریان بیا میوو ته د بازار له نشتون څخه شکایت کوي.
د کابل - مزار شریف پر لویه لاره د سمنګانو په ولایت کې د غزنیګک د سیمې د خټکیو په مشهور بازار کې د خټکیو کروندګر او پلورنکي وايي، چې سږ کال د دوی سېمې ښه خټکي کړي، خو لا هم د بازار او خرڅلاوو له ستونزو سره مخ دي.
په کندهار کې اوسمهال د هغو نویو باغونو حاصلات مارکېټ ته راوتلي دي، چې درې او یا څلور کاله مخکې جوړ شوي وو.
نور پورته کول