پاکستان وایي افغانستان ورسره د ترهگرۍ په ضد همکاري نه کوي

یو افغان سرتیری د سرحدي پولې د څارنې په حال کې

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ( اگست ٧) په یوې اعلامیې کې په افغانستان تور لگولې چې د ترهگرۍ په ضد په مبارزې کې ورسره همکاري نه کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت د کونړ د والي هغه تورونه رد کړیدي چې وایي پاکستان د خیبر٢ په نوم چې د ټرورزم ضد کوم عملیات شروع کړیدي، په هغې کې ترهگر افغانستان ته راشړې.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وایي چې پاکستان کوښښ کوي چې په ملک کې د ترهگرو ځالې ختمې کړې او په دی لړ کې د افغانستان لخوا کومک او همکارۍ ته ضرورت دی.

د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک امریکا غږ ته وویل چې داسې ښکاري چې د افغانستان دغه الزامات تر یو حده سم وي.

خټک زیاتوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره امریکایي چارواکې باید په پاکستان باندې د فشار په زیاتولو موافقه ولرې خو داسې نه ښکاري چې امریکا به په پاکستان فشار واچوي.

د ښاغلي ایمل خټک سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د ایمل خټک سره مرکه