شمالي کوریا په امریکا د اتومي حملې فیصله وځنډوله

د شمالي کوریا مشر کیم جان اون په ګوام د اتومي حملې پربکړه وځنډوله او اوس دا څاري چې امریکا څه کوي.

د شمالي کوریا مطبوعاتو د سه شنبې په ورځ رپورټونه خپاره کړیدي چې وایي د شمالي کوریا مشر کیم جان اون په ګوام د اتومي حملې پربکړه وځنډوله او اوس دا څاري چې امریکا څه کوي.

امریکا د شمالي کوریا په هکله ویلي و چې د مذاکراتو فیصله د کیم جان په لاس کې ده او که هغه وغواړي امریکا خبرو ته تیاره ده.

امریکا او جنوبي کوریا د پرله پسې خبرداریو وروسته ګډ پوځي تمرینات شرړع کړي وو او داسي ښکاري چې شمالي کوریا ویریدلي وي. خو کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې شمالي کوریا کیدی شي واقعتاً اتومي برید ترسره کړي.

د شمالي کوریا مشر کیم جان د دوشنبې په ورځ د خپلو عسکرو سره د یوې غونډي په مهال ولیدل او په امریکا یې د څلورو توغنديو د وارولو پلان هم وڅارو.

شمالی کوریا تیره هفته اعلان کړی و چې په آرام سمندر کې د امریکا د ګوام پر سیمه د توغندیو د ویشتلو لپاره به اګست تر نیمایي پورې یو مفصل پلان ولري.

ولسمشر ټرمپ د دغه نه وروسته ژمنه وکړه که شمالي کوریا په پرله پسې ډول امریکا وګواښي، نو له یو داسې قهر و غضب سره به مخامخ شي چې نړۍ لیدلی نه وي.

امریکا څو ځله شمالي کوریا سره د خبرو امکان څرګند کړیدی خو د شمالي کوریا د ستراتژیکو راکټونو د ځواکونو قوماندان جنرال کیم راک ګیوم د کوریا مرکزي خبري اژانس ته ویلي و چې د ولسمشر ټرمپ سره "سمې خبرې" امکان نه لري او هغه یې داسې یو سړی وباله چې "منطق نه لري" او پر هغه یوازې زور کار کولای شي.