نوین الحق. د کرکټ نړیوال جام کې به لوړ مقام ته ځان رسوو

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو کرکټ ټیم چې دا وخت بنگله دیش کې دی او د پینځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې ېې یوې یوې سیالۍ د گټلو سره مقابله مساوي کړیده،د ټیم کپتان نوین الحق هیله مند دی چې راتلونکې دوه سیالۍ به هم د کوربه ټیم نه گټي او هیواد ته به د جام سره ستنیږي.

د بنگله دیش د سهلټ ښار نه د امریکاغږ اشنا راډیو سره ټیلفوني مرکه کې نوین الحق وویل چې دوي لومړۍ سیالي په دې سبب وبایلله چې لوبغاړي د کابل د یخ موسم نه د بنگله دیش تودې هوا ته راغلي وو،نو د موسم او محیط سره نابلده وو او بل سبب ېې د کابل د شپږیزې ټورنامنټ شل اوریزې سیالۍ وې چې هلکان هلته نه راسا پنځوس اوریزو ته راغلل او وخت ورته پکار و چې د لوبې بل شکل سره عادت شي.

نوین الحق چې خپله د دریمې لوبې غوره لوبغاړی هم دی وايي چې دوي په دویمه سیالۍ کې هم کولی شو چې بنگله دیش نولس کلنو لوبغاړو ټیم ته ماتې ورکړي خو باران ېې مخه ونیوله. هغه هیله وښوده چې ټیم ېې د اسیايي جام او د بل کال د نړیوال جام دپاره تیارۍ نیسي او هڅه به کوي چې دغو جامونو کې ښه وځلیږي او پخوا نه لوړ مقام بیرته ترلاسه کړي.

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو ټیم بنگله دیش سره دوه نورې سیالۍ هم لري.

د یادونې وړ ده افغانستان د بنگله دیش د نولس کلنو لوبغاړو سره لومړۍ سیالۍ کې یوازې په اووه اویا منډو سوزیدلی و. بیا دویمه لوبه کې ېې مقابل ټیم په ١٨٣ منډو وسوزوه. خو لوبه د باران له کبله بې نتیجې ختمه شوه. خو بیا دریمه کې ېې مقابل ټیم په ٧٥ منډو وسوزه او لوبه ېې په ٥ وکټو وگټله. افغانستان د نولس کلنو لوبغاړو ټیم بنگله دیش سره دوه نورې سیالۍ هم لري.

همداراز افغانستان د نولس کلنو لوبغاړو ټیم به ملیزیا ته هم ځي چې هلته د خپل سن د لوبغاړو سره اسیاسي جام کې برخه واخلي او بل کال جنوري کې نیوزي لینډ ته ځي چې د کرکټ نولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام کې ولوبیږي .چې افغانستان پکې تېر ځل نهام مقام ترلاسه کړې و.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو ټیم کپتان نوین الحق سره مرکه