د ISI پخوانی مشر:د بهرنیانو ژغورل د امریکا او پاکستان اړیکې ښې کوي

دغه میرمنه او خاوند په ۲۰۱۲ کال کې طالبانو په افغانستان کې تښتولي و.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې - اکتوبر ۱۲ مه - اعلان وکړ چې هغه امریکایي ښځه او د هغې کاناډایي خاوند یې ژغورلي چې طالبانو په ٢٠١٢ کې په افغانستان کې برمته کړي وو.

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر اسد منیر وایي چې د امریکایي ښځې او میړه د ژغورل کیدو وروسته به د پاکستان او امریکا اړیکې ښې شي.

ښاغلی منیر زیاتوي چې پخوا د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو دومره واک نه لرلو خو اوس د شمالي وزیرستان برسیره د دغو سیمو کنټرول ترلاسه کړیدی او دا وجه ده چې دغه عملیات کامیابه شول.

د پاکستان پوځ امریکایي میرمن کیټلن کولمین، د هغې کاناډایي میړه جوشوا بویلی او درې ماشومان د پنځو کلونو د لادرکۍ نه وروسته بیرته ژغورلي دي. دغه ښځه مېړه په ٢٠١٢ کال کې د افغانستان نه برمته شوي و چې وروسته بیا طالبانو د هغوي د برمته کولو مسولیت ومانه.

د پاکستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر اسد منیر سره د امریکاغږ د همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د اسد منیر سره مرکه