١٣٩٦د افغانستان لپاره څنگه کال و؟

  • نوشابه آشنا

څيړونکي عبدالغفور ليوال وايي، په سیاسي، امنيتي او اقتصادي لحاظ افغانستان په تیر کال کې لاسته راوړنې او نيمگړتیاوې لرلې .

ښاغلي ليوال امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې زياته کړه، په سیاسي لحاظ که تير کال په دوو برخو وويشل شي نو ښايي ١٣٩٦ په بهرني سیاست کې افغانستان لپاره په نيمه پيړۍ کې تر ټولوبريالې کال حساب شي.

داخلي سیاست نيمگړتياوو ته په اشارې يي وویل ، د قدرت د جزایرو د قانون خلاف مقاومت، افغان حکومت بشپړ سیاسي حاکمیت ته پرينښود چې همدا ستونزه سیاسي ستراتيژیو پرمخ بيولو ته هم لوی خنډ شو او حکومت په دی برخه کې د مصلحتونو پر بنسټ ځان کمزوری وښود.

عبدالغفور ليوال په ١٣٩٦ کال کې سر بيره پر سیاسي برخې د افغانستان امنيتي او اقتصادي وضیعت ته يي هم کتنه کړې،بشپړه مرکه يی دلته اوريدلائ شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا غږ سره د عبدالغفور ليوال مرکه