د برېټانیا سفیر: د سولې یواځینۍ لار بین الافغاني مذاکرات دي

په افغانستان کې د برېتانیا سفیر وايې چې د افغانستان جګړه بن بست ته رسېدلې ده.

سفیر نیکولاس کې له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې د سولې یوازځینۍ لار سیاسي جوړجاړی او بین الافغاني مذاکرات دي.

دغه جګپوړی برېټانوی ډپیلومات وایې چې د افغان حکومت د غوښتنې پر اساس به لندن د سولې د خبرو اترو لپاره امکانات برابر کړي.

نیکولاس کې ټینګار کوي چې د افغانستان اوږده جګړه په پوځي زور نه ختمېږي.

بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د برېټانیا سفیر: د سولې یواځینۍ لار بین الافغاني مذاکرات دي