د پنجشیر په یو روغتون کې ۱۲نوې زېږېدلې ماشومان مړه شوي

د پنجشیر ولایت په ایمر جنسۍ روغتون کې تېره ورځ ۱۲نوې زېږېدلي ماشومان په یوه وخت کې په ناڅاپي توګه مړه شوي دي.

د پنجشیر د روغتیا رئیس شېردل دانش د دوشنبې په ورځ د لړم پر ۱۴مه امریکا ږغ ته وویل چې تر دامهاله د مړو شویو ماشومانو د مړینې لامل معلوم نه دی خو وه یې ویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه چې مړه شوي ماشومان ټول تر خپل نورمال وخت مخکې زېږدلي وو چې د کم وزن له امله د دغه ولایت په یو روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې و.

"ټول نوې زېږېدلي ماشومان د بېلابېلو روغتیايي ستونزو له امله بستر وه، دا چې د دوی د مړینې اصل لامل مکروب، مرضونه او یا تخنیکي ستونزه ده معلومه نه ده، څېړنې روانې دي، تر دامهاله بشپړه شوي نه دي."

نوموړي زیاته کړه چې د مړو شویو ماشومانو عمرونه له شپږو تر پنځلسو ورځو پورې وو.

دانش وویل، په دې اړه یو هیئت ټاکل شوی تر څو د یادو ماشومانو د مړینې لامل معلوم کړي.

پر همدې مهال د پنجشیر د ایمر جنیسۍ روغتون مسؤل ډاکټر محمد اکبر وفا امریکا ږغ ته وویل چې له مړو شویو ماشومانو څخه درې د کاپیسا درې د پنجشیر او شپږ نور یې د پروان ولایت و.

په افغانستان کې تر خپل نورمال وخت مخکې د ماشومانو زېږېدل یوه له جدي‌ روغتیايي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي چې په اړه یې روغتیاپالانو اندېښنې ښودلې.

روغتیاپالان تر خپل نورمال وخت مخکې د کم وزن لرونکو ماشومان زېږېدل په مېرمنو د درندو کارونو کول، د حاملګۍ پرمهال د ډاکټرانو له مشورې پرته د درملو خوړل او د کافي خوړو نشتوالی په ګوته کوي.

په افغانستان کې په دې برخه کې د معیاري روغتونونو نشتوالی هم یوه له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي.