پر افغانستان د طالبانو یو کلنه واکمني په تصویرونو کې

طالبان کابل ته ننوتل، غني له افغانستان څخه ووت 

یوناما په افغانستان کې د پاتې کېدو پریکړه وکړه

د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د داعش برید کې درنه مرګ ژوبله واوښته

امریکا افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورساوه

طالبانو پنجشیر ونیو

طالبانو خپله نوې کابینه اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغانانو سره څه باندې یو میلیارد یورو مرسته اعلان کړه

زلمي خلیلزاد دنده پریښوده، تامس وسټ افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته سفر وکړ

طالبانو د افغان تلویزونونو لپاره نوي مقررات وټاکل

ملګرو ملتونو اسحاقزی د افغانستان د استازي په توګه تائید کړ

اسلام اباد کې د اسلامي همکارۍ د سازمان غونډه وشوه

طالبانو د افغانستان د ټاکنو کمیسیونونه منحل کړل

طالبانو له محرم پرته د ښځو په اوږد سفر بندیز ولګاوه

رینا امیري د افغان میرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وټاکل شوه

امیر خان متقي په ایران کې له احمد مسعود او اسماعیل خان سره وکتل

اروپايي ټولنې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانست

د ناروې مرکز اوسلو کې د افغانستان په اړه غونډه وشوه چې پکې طالب استازو هم ګډون وکړ

ولسمشر بایډڼ د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په هکله اجرائیوي فرمان صادر کړ

کابل او سړو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه پرانیستل شول

سراج الدین حقاني د لومړي ځل لپاره د رسنیو په وړاندې را ښکاره شو

په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ وتړل شوې

نوی تعلمي کال پیل شو خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم اجازه ورنکړل شوه

د نجونو د زده کړو د مخنیوي پر سر امریکا په قطر کې طالبانو سره مذاکرات لغو کړل

روسیې د طالبانو د حکومت یو دپلومات ته باورلیک ورکړ

۱مۍ |ملا هبت الله په کندهار کې د اختر وینا وکړه

طالبانو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون لغوه کړ

افغان سیاستوالو په طالبانو د فشار راوړلو لپاره ترکیه کې غونده وکړه

افغانستان کې تلویزیونونو ته طالبانو امر وکړ چې ویاندویانې دې مخونه پټ کړي

طالبانو د هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد له اماراتو سره لاسلیک کړ

توماس ویسټ په ترکیه کې د طالبانو سیاسي مخالفینو سره لیدنه کې په سیاسي مشارکت ټینګار وکړ

کابل کې د طالبانو له خوا د علماو لویه رابلل شوې غونډه پیل شوه

طالبان د ماليې وزارت ښځینه کارکوونکو ته وویل چې په خپل ځای دې نارینه کار ته را واستوي

د میتا شرکت د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلویزون فیسبوک پاڼې او انستاګرام حسابونه وتړل

د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس کې ګډون لپاره طالب پلاوی اوزبیکستان ته ولاړ

امریکايي پلاوي له طالبانو سره د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو په اړه خبرې وکړې

کرن ډیکر د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د شارژدافیر په وټاکل شوه

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې طالبانو الظواهري ته په ځای ورکولو، د دوحې له تړونه سرغړونه کړې

د الظواهري وژل کېدو ته په غبرګون کې طالبانو وویل چې دوی افغانستان ته د هغه راتګ او اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري.