د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د بیا واکمن کیدو ورځ؛ سبا افغانستان کې عمومي رخصتي ده


د طالبانو حکومت پر افغانستان د خپل حاکمیت د یو کال پوره کېدو په مناسبت، سبا دوشنبه اګست ۱۵ (زمري ۲۴) په ټول هیواد کې «عمومي رخصتي» اعلان کړې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت تر سقوط وروسته واک ته ورسېدل.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه اګست ۱۴ (زمري ۲۳) د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي دي چې واک ته د دغې ډلې د بیا واکمن کېدو او د «اسلامي امارت د بریا» لومړۍ کاليزې نمانځلو په مناسبت سبا ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ارګ ته داخل شول. طالبانو کابل ته له داخلېدو څو ورځې وروسته خپل حکومت اعلان کړ چې نړیوال او ګاونډي هېوادونه یې همه شمول نه بولي.د حکومت ټول غړي یې «مولویان» دي او یوه ښځه هم په کې نشته.

دا څو ورځې مخکې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د افغان خپرندویه شبکې (ABN) سره په تازه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې په یوازې سر واکمني کول ناممکن دي.‌ نوموړي د جمهوریت په سقوط کې ډیرو څیرو ونډه درلوده په ځانګړې ډول د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله.

ښاغلي غني په دې مرکه کې وویل چې خلیلزاد له خپلو "طرحو او ژمنو سره د افغانستان سیاسي قشر ویشلی و." نوموړي دغه امریکایي چارواکی یو "بې کفایت، مفسد او منفور" شخص وباله.

د افغانستان د تیر حکومت په سقوط سره د دغه هیواد، د پولیسو او ملي اردو بنسټونه له منځه لاړه، اقتصادي نظام یې هم له ستونزو سره مخ شو او له هیواد څخه ګڼ کسان مهاجر شول.

کابل ته د طالبانو د داخلېدو پر مهال لا هم امریکايي ځواکونه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې مېشت وو او له دغه هیواد څخه یې د امریکايي او افغان وګړو د اېستلو پروګرام پيل کړ.

د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته شاوخوا ۱۲۴زره افغانان د امریکا متحده ایالاتو په ګډون نورو اروپايي او ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د جولای پر ۲۰مه د «افغانستان د بشري وضعیت» په اړه خپل راپور کې وویل چې طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلان وروسته د مخکني حکومت ۱۶۰ مقامات او امنیتي غړي وژلي او ۱۷۳ نور یې نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي، په دغه موده کې یوناما د حاکمو چارواکو لخوا د تېر حکومت د ملي اردو، پولیسو او حکومتي چارواکو د ځورونې او ناوړه چلند ۵۶ پیښې هم ثبت کړي دي. خو طالبانو هغه مهال د یوناما راپور رد کړ او هغه یې پروپاګند بللی و.

بلخوا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار، په ټولنیز او سیاسي مشارکت او سفر باندې د محدودیتونو لګېدو په اړه هم اندېښنې ښودل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان تېره اونۍ وویل، په تیر یو کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د میرمنو او بشري حقونو په برخې کې یې ډیرې کړې ژمنې ماتې کړي.

په داسې حال کې چې طالبانو سبا د خپل حاکمیت یو کال پوره کېدو نمانځلو په مناسبت د مراسمو تر سره کېدو خبر ور کوي، یو شمېر افغانان چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له هیواد څخه وتلي دي،د اګست ۱۵مه یې د افغانستان لپاره توره ورځ بللې ده.

یو شمېر دغه افغانانو په ټولنیزو رسنیو فیسبوک او ټویټر کې خپل پروپایلونه تور کړی دي.

د حمید فرزاد په نوم افغان خبریال چې اوس مهاله هیواد څخه وتلی دی پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې «سبا د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ده». د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا د برخې کار کوونکې سمیرا حمیدي بیا ویلي چې طالبان سبا دافغان مېرمنو په وړاندې دتاوتریخوالي، لوږې، نیونو او زور زیاتي د یو کلن حاکمیت کالیزه لمانځي.

خو طالبان بیا ادعا کوي چې په هیواد کې امنیت ټینګ کړی، ملوک الطوافي یې ختمه کړې او د فساد مخه یې نیولې ده.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت یو کال پوره کیږي تر دا مهاله د هغوی حکومت د هیڅ یو هیواد لخوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

XS
SM
MD
LG