په روژې میاشت کې د خیاطانو مصروف ژوند

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان په ژوب او شاوخوا سیمو کې خیاطان وایي چې هغوی په روژې میاشت کې له دوو تر دریو ساعتونو پورې خوب کوي او نور ټول وخت کار کوي. دوی له حکومت څخه ګیلمن دي چې د برېښنا د کمښت ستونزه نه حل کوي چې د دوی پر کار وبار یې ناوړه اغیز کړی دی.