په کندز کې د پالونیا ونو ترویج

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې سږکال د 'پالونیا' ونو کرل چې د شنو زرو (طلای سبز) په هم نوم پیژندل کیږي او لرګي یې په بېلابېلو صنایعو کې کارول کیږي، ډېر شوی دی.

پدغه ولایت کې د پالونیا د یوه فارم مسؤل عبدالصبور قریشي وايي، پالونیا د کوکنارو ښه بدیل کېدلای شي، ځکه عاید یې له کوکنارو زیات دی او په آزاده توګه په نړیوال مارکیټ کې خرڅېدای شي. د هغه په خبره، د پالونیا لپاره د ځانګړې شوې ځمکې څخه د نورو کښتونو لپاره هم ګټه اخیستل کیږي.