د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې سخته ګرمي

مکسیکو د ګرمۍ له سختې څپې سره مخامخ دی او چارواکو وړاندوینه کړې چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په ځینو برخو کې د تودوخې درجه ۴۵ سانتي ګراد ته لوړه شي.

د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې وروسته له هغې چې د سختې ګرمۍ له امله ګڼ شمېر کسان مړه شول، حکومت خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه وکړه

د پیرو په پلازمینه لیما کې خلک د ګرمۍ له امله د سمندر غاړو ته پناه وړي
 

په اسرائیل کې ګرمه هوا خلک، بیت المقدس ته څیرمه د "این لوین" یخ کاریز کې را ټولیدو ته اړ کړل 

د هسپانیا ساحلي سیمه؛ دغه هېواد سږکال د تودوخې له سختې څپې سره مخامخ دی

د مالیزیا د پلازمینه کوالالمپور ‌په ښار کې د ګرمۍ له امله د بادپکو د خرڅلاو بازار غوړیدلی دی

د ګرمۍ هوا سره د مبارزې په موخه، د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه ښار کې اوبه پاشونکې ګاډي پر خلکو اوبه شیندی

د جمعې په ورځ د فیلیپین په جنوب کې د تودوخې درجه ۴۶ درجې سانتي ګراد ته ورسېده

په غزه کې د ګرمۍ له کبله خلک  اړ شول چې د سمندر غاړي ته ولاړ شي

په یمن کې له سختې ګرمۍ سره سم په ډېرو برخو کې خلک د څښاک د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي

د بنګله دیش پلازمینه ډاکه په یو پارک کې د دوبي یوه توده ورځ