د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د بې ساري ګرمۍ له کبله په لسګونو کسان مړه شوي


د اطفائیې کارکوونکي په نوي ډیلي کې په سخته ګرمۍ کې په یو دوکان کې د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.
د اطفائیې کارکوونکي په نوي ډیلي کې په سخته ګرمۍ کې په یو دوکان کې د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.

په هند کې د جمعې په ورځ می ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د سختۍ ګرمۍ څپې دوام درلود چې له کبله یې ددغه هېواد په ختیځو ایالتونو بهار او اډیشا کې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.

اټکل کیږي چې د ګرمې هوا دا څپه تر شنبې دوام وکړي.

د پایتخت نوي ډیلي په ځینو برخو کې د تودوخي درجه په بې سارې توګه ۵۲.۹ سانتي ګراد ثبت شوې ده. د تودوخې د دومره لوړې درجې له ثبت کیدو وروسته، ځینو راپورونو د هوا پیژندنې د ادارې د سیستمونو د کره والي په اړه شک څرګند کړی او د بیاکتنې غوښتنه یې شوې ده.

پداسې حال کې چې اټکل کیږي په شمال لویدیځ او مرکزي هند کې د تودوخې درجه په راتلونکو ورځو کې راټیټه شي، په ختیځ هند کې د سختې تودوخې موجوده څپه احتمال لري چې دوه ورځې دوام وکړي.

لویدیځ ایالت راجستان کې، چې په وروستیو ورځو کې یې سخته ګرمي تجربه کړې، یوې محکمې پر حکومت انتقاد کړی چې د ګرمۍ له خطر څخه د خلکو په ژغورلو کې پاتې راغلی دی.

دغې محکمې ویلي چې د ګرمۍ وروستۍ څپې په سلګونو خلک وژلي او له حکومت څخه یې غوښتي چې به ملي کچه بیړنی حالت اعلان کړي.

ددغې محکمې له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د سختې ګرمۍ له کبله روانه میاشت په سلګونو کسانو ژوند بایللی دی. موږ ددې وضعیت لپاره هیڅ پلان نلرو. که همدا اوس جدي اقدام ونکړو، نو په راتلونکي کې د خپلو اینده نسلونو د غوړېدو چانس به له لاسه ورکړو."

د سختې ګرمۍ له کبله د لویدیځ هند په شنو سیمو کې اورلګېدنه
د سختې ګرمۍ له کبله د لویدیځ هند په شنو سیمو کې اورلګېدنه

'بیړنی حالت'

د راجستان محکمې غوښتنه کړې چې هند باید د ګرمۍ دغه څپه "ملي بیړنی حالت" اعلان کړي او له ځپل شویو خلکو سره په همهغه څېر مرسته وکړي چې د سیلابونو او نورو طبیعي افتونو له کبله د اغېزمنو شویو خلکو سره کیږي.

دغې محکمې همدارنګه د راجستان ایالتي حکومت ته امر کړی چې د هغو کورونیو سره د نقدي مرستو لپاره پلان جوړ کړي چې عزیزان یې د ګرمۍ له کبله مړه شوي دي.

په بهار ایالت کې د ګرمۍ له کبله ۱۴ کسان مړه شوي چې ۱۰ یې د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکي دي.

په هند کې دا مهال عمومي ټاکنې روانې دي چې په اوو پړاوونو کې د دوو میاشتو په ترڅ کې ترسره کیږي او ټاکل شوې ده چې د بهار ایالت په ځینو برخو کې د شنبې په ورځ رایه اچونه وشي.

په عیني وخت کې د اوډیشا په ایالت کې د ګرمۍ له کبله د ۱۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی او ددغه ایالت حکومت خلکو ته مشوره ورکړې چې د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماسپښین تر درې بجو پورې له بیروني فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

په میلیاردونو انسانان دا وخت د اسیا په مختلفو برخو کې د تودوخې لوړه درجه تجربه کوي چې ساینس پوهان یې یو لامل د انسان په لاس رامنځته شوي اقلیمي بدلونونه بولي.

د تودوخې د درجې د لوړېدو سره د هند په ګاونډ پاکستان کې هم په ځنګلونو کې د اورلګېدنې پیښې زیاتې شوي، چیرې چې د تیرې اونۍ په ترڅ کې تودوخه د سانتي ګراد په کچه ۵۲.۲ ثبت شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG