دامریکاولسمشر ډانلد ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې د جولای د میاشتې د لومړۍ او د سرطان د لسمې نېټې نه وروسته پر سوریې باندې لګېدلي بندیزونه لغوه کیږي.
ټرمپ دا فرمان پدې هدف ورکړی ترڅو د سوریې د واکمنانو سره چې د اسلام پالې سني ډلې پخواني جنګیالي دي، مرسته وشي چې سولې او ثبات ته ورسېږي. دې ډلې په تیر دسامبر میاشت کې د پخواني واکمن بشارالاسد څخه د سوریې واک پخپل لاس کې واخیست.
سپېڼې ماڼۍ ددې فرمان متن پرون د دوشنبې په ورځ د ایکس د ټولنیزې شبکې په یوه پوست کې خپور کړ.
پدې فرمان کې راغلي چې، د سوریې په خلاف بندیزونه له منځه ځي. دا پداسې حال کې ده چې بندیزونه به پر بشارالاسد او د هغه پر همکارانو چې د بشري حقونو ناقضین دي او دغه راز د مخدره موادو پر قاچاقبرانو او د کیمیاوي وسلو پر فعالیت کونکو، د داعش او ورسره ملګرو ډلو پر غړو او د ایران پر نیابتي ډلو باندې پر ځای پاتې وي.
ددې فرمان تر صادرولو مخکې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویت د خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې ددې اقدام وړاندوینه یې کړې وه او ویلي یي و چې دا د ولسمشر ټرمپ له خوا د سوریې سره د ملاتړ د تعهد استازیتوب کوي، یوه داسې سوریه چې یولاسې، با ثباته او د خپلو ګاونډیو سره په سوله کې اوسیدل وغواړي.
ولسمشر ټرمپ د تیرې مې میاشتې په پیل کې منځڼي ختیځ ته د سفر پر مهال پر سوریې باندې د څو لسیزو د بندیزونو د لغوه کولو خبر ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په دمشق کې نوی حکومت وکړای شي چې د یوې لسیزې کورنۍ جګړې نه وروسته، هغه ملت با ثباته کړي او هغه هیواد وکړای شي د خپلو ګاونډو هیوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي.
تر هغې یوه ورځ وروسته ښاغلي ټرمپ په سعودي عربستان کې د یوه بل اقدام په ترڅ کې د سوریې د اوسني جمهور رئیس احمد الشرع سره وکتل.
د الشرع اسلام پالې (تحریم الشام ) سني ډلې د دوه زره څلور ویشتم کال د دسامبر په اتمه د اسد رژیم نسکور کړ چې ورسره د بشارالاسد او د هغه د پلار د استبدادي کورنۍ ۵۰ کلن واک ته یی د پای ټکې کیښود.
ددوشنبې د ورځې په فرمان کې ولسمشر ټرمپ خپل حکومت ته امر کړی چې ټول هغه اقدامات تر سره کړي څو د تحریر الشام ګوند د نوم څخه چې تروریستي ډله یاده شوې ده او د الشرع له نوم څخه په ځانګړې توګه د نړیوال تروریست اصطلاح لغوه شي.
پدې فرمان کې د الشرع نوی حکومت په تیرو شپږو میاشتو کې د غوره او مثبتو ګامونو په دلیل ستایل شوی دی.
په فرمان کې راغلي چې دې اقداماتو هغه حالات بدل کړل چې له کبله یې پر بشر الاسد او د هغه پر پخواني رژیم بندیزونه لګیدلي و.
پدې فرمان کې دا هم راغلي چې "متحده ایالات د یوې متحدې سوریې د لیدلو هیله لري، هغه هیواد چې تروریستي ډلو ټپلو ته پټنځایونه نه برابروي او د خپلو مذهبي او قومي اقلیتونو امنیت تضمینوي."
دا فرمان وایي دا شرایط به په سیمه کې د امنیت او سوکالۍ ساتنه وکړي.