ایران او د اټومي انرژۍ نړېوالې ادارې په خپلمنځي همکاري موافقه کړې

ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي او د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي

ایران او د اټومي انرژۍ نړېوالې ادارې موافقه کړې چې خپلمنځي همکاري له سره پیل کړي. د ایران او اسرائیل ترمنځ د ۱۲ورځني جګړې وروسته، دا لومړی ځل دی چې د ایران او اټومي انرژۍ د ادارې ترمنځ داسې یوه موافقه کیږي.

د ځینو سرچینو د معلوماتو په اساس، د دې موافقې له مخې ایران به د ۶۰فیصده غني شویو یورانیمو د زېرمو په اړه دې ادارې ته اطلاع ورکوي.

دا موافقه د سه شنبې په ورځ د سپټمبر په نهمه (د سنبلې ۱۸مه) د دواړو خواوو ترمنځ وروسته له هغه په قاهرې کې نهایي شوه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د اټومي انرژۍ د نړېوالې ادارې له مشر، رافایل ګروسي سره په مصر کې ولیدل.

د دواړو خواوو چارواکو دا موافقه (ایران ته) د مفتشینو د بېرته تګ لپاره "مهم ګام" بللی دی.

رافایل ګروسي د اېکس په ټولنیزې شبکې کې له دې موافقې هرکلی کړی او ویلي دي چې "فني سند د اړینو مفتشینو د کار بیا پیلدو ته اشاره کوي؛ هغه کار چې موږ یې باید په ایران کې ترسره کړو". ګروسي زیاته کړې: "د یوې نړېوالې ادارې دنده غوږ نیول دي او موږ دا درک کوو چې د جون میاشتې له پېښو وروسته، د ایران په وړاندې شرایط پېچلي دي."

د دې موافقې د متن جزیات خپاره شوي ندي. خو ځیني غربي سرچینې وایي چې ایران موافقه کړې چې د ۶۰فیصده غني شویو یورانیمو د زېرمو په اړه اطلاعات به له دې ادارې سره شریک کړي.

له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته چې په ترڅ کې یې د ایران اټومي تاسیسات د اسرائیل او متحدو ایالتونو له لوري په نښه شول، تهران د اټومي انرژۍ له نړېوالې ادارې سره د خپلو همکاریو کچه کمه کړه او د تفتیش بهیر په ټپه ودرېدو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د خبرو اترو پایلې د "د حفاظتي ګامونو د اجرا لپاره هغه عملي ګامونه مشخص کړي چې ورباندې موافقه شوې ده – چې په مکمله توګه د اسلامي شورا مجلس د قانون سره مطابقت لري – د ایران اندېښنې په پام کې نیسي او د همکاریو د دوام لپاره" چوکاټ برابروي.

په ورته وخت کې عراقچي خبرداری ورکړی چې "د (ملګرو ملتونو) د امنیت شورا د لغوه شویو پرېکړه لیکونو په ګډون، د هر ډول خصمانه ګامونو په صورت کې به داسې وګڼل شي چې دا عملي ګامونه پای ته رسېدلي دي."

د امریکا متحدو ایالتونو تراوسه پورې د دې موافقې په اړه څه ندي ویلي. خو چین او روسیې له موافقې هرکلی کړی دی.