د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت ارزښت میلیاردونه ډالر کم شوی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسئولینو د دواړو هېوادونو له حکومتونو څخه غوښتي دي چې تجارت له سره پيل کړي او د تجارتي مالونو د انتقال لپاره د ترانزیت لارې پرانیزي. دوي وايي دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته لوی زیان رسولی دی.

د دغې ګډې خونې مسئولین وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت د پنځه میلیارد ډالرو ارزښت لري، خو د دروازو د بندولو او روابطو د خرابوالي له کبله اوس دا اندازه یو میلیارد ډالرو ته ټېټه شوې ده.

دغې ادارې د پاکستان د تجارت او ګمرکونو مقاماتو ته یوه لیک استولی او ترې غوښتي یې دي، چې ژر دې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لارې خلاصې کړې، په پاکستان کې د افغانانو زرګونه اېسار کانتینرونه پرېږدي او په دغو موادو باندې د وضع شویو فیسونو د بخښلو لپاره دې لاس په کار شي.

د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو له کبله د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې بندې شوې.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي دي چې دا مهال زرګونه کانتینرونه، چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته انتقال کېدونکي کانتینرونه هم په کې دي، د پاکستان په سرحدي سیمو کې اېسار پاتې دي.

په همدې حال کې د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ترڅو پورې «په افغانستان کې د ترهګرو پناه ځایونه» ختم شوي نه وي، له افغانستان سره به تجارت بند وي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د دغه اقدام په ځواب کې له پاکستان څخه د درملو په وارداتو بندیز لګولی او له افغان سوداګرو یې غوښتي دي چې د تجارت لپاره نورې بدېلې لارې ولټوي، چې یوه یې هم د ایران لاره ده. په همدې حال کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر تهران ته تللی دی.

په عین حال کې، د طالبانو حکومت له اوزبیکستان سره د تجارتي تړون د لاسلیک کولو خبر ورکړی او ویلي دي، چې دغه هېواد ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو انتقال زیات شوی دی.