د تاجیکستان-افغانستان سرحد کې په بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي

له افغانستان سره سرحد ته نژدې په تاجیکستان کې په تېرې یوې اونۍ کې په دوو جلا بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د راپورونو په اساس، تازه برید د یکشنبې په ورځ نومبر ۳۰ د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ سرحد کې شوی چې دوه چینایان په کې وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د چین دولتي اژانس، په تاجیکستان کې د خپل سفارت د یوې اعلامیې په اساس ویلي دي، چې له افغانستان سره په سرحد کې د تاجیکستان د بدخشان په سیمې کې په دغو بریدونو کې څو چینایان وژل شوي، خو دقیق ارقام یې نه دي ښودلي. د جمعې په ورځ په تاجیکستان کې د چین سفارت ویلي وو چې له افغانستان سره سرحد کې د تاجیکستان د شمس‌الدین شاهین ولایت د ختلان په سیمې کې په یو برید کې درې چینایي اتباع وژل شوي وو. چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ له سرحدي سیمو څخه ووځي.

په همدې حال کې رسنیو د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمانوف د مطبوعاتو دفتر په حواله لیکلي دي چې هغه د خپلو امنیتي څانګو له مشرانو سره لیدلي چې په روان وضعیت او له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د امنیت د لا ښه کېدو په لارو چارو وغږېږي.

په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې د تاجیکستان ولسمشر د «افغان اتباعو دا ناقانونه او پاروونکي اعمال غندلي او لارښوونه یې کړې چې د ستونزو د حل او د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره دې اغیزناک اقدامات» وشي.

تاجیکستان، چې ۱۱ میلیون نفوس لري، له افغانستان سره سرحد لري. تر دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې په سرحد کې د نشه يي توکو قاچاق کېږي، چې وخت ناوخت د سرحدي ځواکونو او قاچاق کوونکو ترمنځ نښتې کېږي او مرګ ژوبله اوړي. همدغه راز دغلته د داعش او نورو اورپکو ډلو په موجودیت هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه ویلي چې دا برید د افغانستان له خاورې شوی او «قربانیان یې د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس الدین شاهین په سیمه کې د کانونو د استخراج د یوې کمپنۍ کارمندان» وو او په «برید کې یو لاسي بم په ډرون کې لیږدول» شوی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه وغندله او ویې ویل: «په دې پېښه کې داسې کړۍ ښکېلې دي چې هڅه کوي د سیمې د هېوادونو ترمنځ ګډوډي، بې ثباتي او بې باوري رامنځته کړي.»