د متحدو ایالتونو د جنګ وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وحشتناکه او بې نظمه وتلو په اړه روان تحقیقات به د ۲۰۲۶ کال په اوړي کې بشپړ شي.
د دغه وزارت ویاندې کینګزلي ویلسن د سې شنبې په ورځ ډسمبر دویمه په دې اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د اوس لپاره په دې اړه کوم تازه معلومات نه لرم. خو دا درته ویلای شم چې د مخکني حکومت، د بایډن حکومت تر ادارې لاندې له افغانستان څخه د وحشتناکه وتلو په اړه چې کومه ارزونه کوو، د ۲۰۲۶ کال په اوړي کې به بشپړ شي. موږ ژمن یو دا ډاډ ترلاسه کړو چې دا ارزونه به د نورو ارزونو بر عکس سانسور شوې نه وي، چې د امریکا خلک یې راپور په خپله ولولي او پوه شي چې په هغه برخلیک ټاکونکې ورځ او هغه برخلیک ټاکونکي وتلو کې رښتیا څه پېښ شول.»
نوموړې وویل چې د پنټاګون ویاند او د دفاع د وزیر لوړ پوړی سلاکارشان پارنل، چې په خپله هم په افغانستان کې خدمت کړی، د دغو تحقیقاتو مشري کوي. ویاندې کینګزلي ویلسن زیاته کړه: «هغه [شان پارنل] دا مسئولیت ډېر جډي ګڼي، چې د امریکا خلکو ته ځوابونه ومومي. موږ دې ته ۱۰۰ فیصده ژمن یو او خلک به د ۲۰۲۶ کال په اوړي کې دا راپور ولري.»
د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر پیټ هګسیټ د روان کال د مۍ په ۱۹مه نېټه د امریکا فاکس نیوز ته ویلي وو چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو مسئله «جدي» ګڼي او «موږ پر مخ ځو، موږ یې پلټنه او څیړنه کوو».
د متحدو ایالتونو ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل. د جمهوریت غوښتونکي ګوند استازي له افغانستان څخه د ځواکونو «ګډوډ وتل یو کړکیچ» بولي، خو مخکني ولسمشر جوبایډن په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو د پرېکړې ننګه کړې او هغه یې یو بریالی ماموریت بللی و.
خو د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسیټ ویلي وو: «هغوی چې د خروج مسئولین دي، دقیقا حساب او کتاب به ورسره وشي.»
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوایي ډګر مخې ته یو ځانمرګی وشو، په برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او څه باندې ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو او مسولیت یې هم د داعش ډلې اخیستی و. د داعش-خراسان ډلې ادعا کړې وه، چې دا برید هغوی کړی دی.