د امریکا نوی دفاعي ستراتېژیک لارښود له متحدینو غواړي ډېر مسئولیت په غاړه واخلي

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت یو نوی ستراتېژیک لارښود خپور کړی چې هدف یې د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا مخنیوی دی او همدغه راز دنړۍ په بېلا بېلو برخو کې د امریکا په ایتلافیانو غږ کوي، چې د خپلو دفاعي ضرورتونو د سمبالښت لپاره پخپله نور ډېر څه وکړي.

دغه ستراتېژیک لارښود، چې د جمعې په ورځ خپور شوی، په کې ویل شوي دي چې متحده ایالتونه چمتو دی چې په ډېرو سیمو کې عمده ونډه ولري، خو دا د ایتلافیانو لپاره ډېره مهمه ده، چې هغو حالتونو ته پخپله مستقیم ځواب ووايي چې د متحدو ایالتونو په لومړیتوبونو کم او په دوی باندې ډېر اغیز کوي.

راپور وايي: «د ډېر وخت راهېسې زموږ ایتلافیان او ملګري خوښ دي چې موږ ته اجازه راکړي د هغوی د دفاع لګښت پرې کړو.»

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د ناټو په ایتلافیانو باندې د متحدو ایالتونو فشار ته په کتو، چې ترې غواړي د خپلو ناخالصو تولیداتو څخه خپل دفاعي لګښتونه پنځه سلنه لوړ کړي، وايي چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې په خپلو ایتلافیانو غږ کوي، چې خپل لګښتونه دغې کچې ته ورسوي.

چین

مخکني حکومت په خاص ډول چین ته د ځواب ویلو لپاره د هند-پاسفیک په سیمې کې د متحدو ایالتونو په قوي حضور ټېنګار کاوه، خو د متحدو ایالتونو د دفاع نوې ستراتیژي وايي غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې «نه چین او نه بل څوک وکولای شي پر موږ او زموږ پر ایتلافیانو برلاسي» شي.

پنټاګون وايي چې له چین سره د پوځ او پوځ ترمنځ خبرې یې زیاتې کړي چې ثبات ته وده ورکړل شي او احتمالي پیدا کېدونکې ستونزې حل شي.

د چین په اړه تګلاره «د برلاسیتوب، تحقیر او یا د چین په ځپلو» متمرکزه نه ده، بلکې «د امریکا د خوښې په شرایطو په داسې عزتمنې سولې باندې متمرکزه ده، چې چین یې هم منلای شي او ورسره اوسېدای» شي.

متحدو ایالتونه وايي دوی په سیمه کې ټول ایتلافیان هڅوي چې «زموږ د ګډې دفاع لپاره ډېر څه» وکړي.

د شمالي کوریا په اړه دا ټکی په دغه ستراتیژیک سند کې یاد شوی او وايي چې جنوبي کوریا «د متحدو ایالتونو د محدود حمایت سره» د شمالي کوریا د ګواښونو د مخنیوي وړتیا لري.

ایران

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وایي چې واشنګټن په منځني ختیځ کې له خپلو متحدینو څخه غواړي چې دغلته د ایران د فعالو نیابتي ډلو په مقابل کې ډېره ونډه واخلي.

دغه ستراتېژیک سند په ایران باندې د اسرائیل پوځي اقدام ته په اشارې سره وايي چې ټول شریکان باید په ځواب ویلو کې همداسې توانمند شي او متحده ایالتونه په دغو هڅو کې د ملاتړي رول ولري.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وايي چې په خلیج کې له خپلو متحدینو سره د مشارکت زیاتېدل غواړي چې د اسرائيل او خلیج د شریکانو ترمنځ نور دفاعي ادغام ته لاره هواره شي.

روسیه

د متحدو ایالتونو دفاعي تګلاره وایي چې روسیه به د «وړاندوینې وړ اینده» وخت کې په ختیځې اروپا کې د ناټو د متحدانو لپاره ګواښ وي. د دغه سند په اساس، متحده ایالتونه به په ناټو کې خپله عمده ونډه ولري، خو تمرکز به یې په کور دننه د ګواښونو په مخنیوي او دفاع وي.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وايي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ختمول ضروري دي، خو په دې برخه کې تر «ټولو لومړی او اول» مسولیت د اروپايي هېوادونو په اوږو پروت دی.

په دغه سند کې راغلي دي: «په همدې اساس د سولې تامین او ساتنه په ناټو کې زموږ د متحدینو په مشرتابه او ژمنې پورې تړلي.»

نور لومړیتوبونه

دغه ستراتېژیک سند د سایبري او اتومي وسلو د مخنیوي په برخو کې د متحدو ایالتونو د قوي دفاع په ضرورت ټېنګار کوي او د نیمه لویدیځه کرې او پاناما کانال په ګډون کلیدي سیمو ته د امریکا د لاسرسي دفاع کوي.

ولسمشر ټرمپ د روسیې او چین د مخنیوي په خاطر د ګرینلنډ د ترلاسه کولو هڅه کوي او له همدې کبله یو شمېر اروپايي هېوادونو په هغه انتقاد کړی دی.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ د ناټو مشر مارک روټه سره د یو پېشنهاد شوي تړون په اړه خبرې وکړي، چې په ګرینلنډ کې د متحدو ایالتونو د پوځي حضور زیاتېدل په کې شامل دي، که څه هم په دې اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.

د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وایي چې د متحدو ایالتونو د دفاعي صنعت مرکز د پراخېدو غوښتونکی دی، چې هم د امریکایي پوځیانو او هم د خپلو متحدینو د اړتیا لپاره، په متحدو ایالتونو کې عالي پوځي تولید اعاده کړي.