د لاس رسي وړ اتصالات

د داووس غونډه او د امریکا لخوا د ګرینلنډ د کنټرول په اړتیا د ټرمپ ټینګار


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروټ سوشيل کې د یو لړ پیغامونو په خپرولو سره بیا ټینګار وکړ چې امریکا په داسې موقف کې ده چې د ګرینلنډ او د شمالي قطب سیمې سوله او امنیت ډاډمن کړي، چې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت لپاره ډیر مهم دي.

دا پیغامونه د متحدو ایالتونو او اروپایی چارواکو ترمنځ د تودو بحثونو په مهال په داسې حال کې کیږي چې د سویس د داووس په ښار کې نړیوال اقتصادي فورم د ولسمشر ورتک ته سترګې په لار دی.

ټاکل شوې ده چې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د اقتصادي بیارغونې او په ځینو سوداګریزو شریکانو باندې د ترمپ د حکومت د متقابلو تعرفو اغیزو په اړه وینا وکړي.

ولسمشر ټرمپ له اروپايي هیوادونو غوښتي چې د امریکا له خوا د شمال قطب د ستراتیژیک ټاپو کنټرول سره خپل مخالفت پرېږدي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه به د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره په داووس کې وګوري ترڅو د ګرینلنډ په اړه د "ډیرو ښو" تیلفوني خبرو اترو وروسته بحث وکړي.

روټه د دې اونۍ په پیل کې وویل: "موږ به په دې مسله کار ته دوام ورکړو او زه د دې اونۍ په وروستیو کې په داووس کې د هغه [ټرمپ] سره لیدو ته سترګې په لار یم."

د دې ترڅنګ، د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا وویل چې ټاکل شوې ده په دې اونۍ کې د ګرینلنډ اړوندو د کړکیچونو په اړه د دې شورا ځانګړې غونډه راوبولي.

د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې انا کیلي د دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۱۹مه په یوه ایمیل کې امریکا غږ ته وویل، "ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې ګرینلنډ یو ستراتیژیک مهم موقعیت دی چې د ملي امنیت له پلوه ډیر مهم دی او هغه ډاډه دی که د ګرینلنډ اوسیدونکي د شمال قطب سیمې له عصري ګواښونو څخه د متحدو ایالتونو لخوا خوندي شي نو دوی ته به ښه خدمت وکړي."

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د دوشنبې په ورځ په داووس کې وویل: "[ولسمشر] په دې باور دی چې ګرینلنډ د طلایي ګنبد د توغندیو د دفاعي سیستم لپاره اړین دی ... زه فکر کوم چې ولسمشر د ناټو د غړي په توګه اندیښمن دی چې که په ګرینلنډ برید وشي، له متحدو ایالتونو څخه به وغوښتل شي چې د ګرینلینډ دفاع وکړي."

بیسنټ زیاته کړه، "ګرینلنډ د بهرنیو له خوا د فتح کیدو لپاره ورځ تر بلې جذابه کیږي، او هغه [ټرمپ] په کلکه باور لري د دې پرځای چې متحده ایالتونه په توده شخړه کې ښکیل کړي، باید د متحدو ایالتونو برخه شي ترڅو د شخړې مخه ونیول شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG