ملګري ملتونه:د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځو پر ورتګ محدودیت باید ژر پاې ته ورسیږي

د ملګرو ملتونو متخصصینو، نن چهار شنبې د (اپریل ١) په یو بیان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځو په شمول د دغې ادارې ملي کارمندانو، قراردادیانو او لیدونکو د لاسرسي د مخنیوي د دوامداره بندیز په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

په بیان کې راغلي: "د ملګرو ملتونو دفترونو او کار څخه د ښځو منع کول ، د ښځو پرحقونو مستقیم تیرې دی، د دې پالیسۍ لپاره هیڅ کلتوري، مذهبي یا اداري توجیه نشي کیدی."

د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر راهیسې، طالب چارواکو افغان ښځې، د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکو په گډون، د ملګرو ملتونو دفترونو او ودانیو ته له ننوتلو منع کړې دي. دا اقدام د ۲۰۲۱ کال راهیسې د هغو لګول شویو محدودیتونو پر بنسټ جوړ شوی چې په سیستماتیک ډول یې ښځې په عامه خدماتو، مدني ټولنو او د دندو ډیری نورو بڼو کې له کار کولو منع کړې دي، چې دښځو ټولنیز ژوند يې نا امنه اواقتصادي حالت یې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو دې کارپوهانو ویلي، "په هغه ټولنه کې چې دا اړینه ده چې ښځې ښځو ته خدمات وړاندې کړي د دا ډول بندیزونو پایلې جدي دي.

د دې بندیز دوامداره تطبیق، او د ښځو پر حقونو پراخ محدودیتونه، د منلو وړ نه دي، د نړیوال قانون له مخې سرغړونه ده، او د افغانستان راتلونکي ته ژور زیان رسوي."

کارپوهانو د یو متحد او اصولي نړیوال غبرګون په اړتیا ټینګار کړی. دوی د ملګرو ملتونو په ټولو ادارو، مرسته کوونکو چې په افغانستان کې فعالیت کوي غږ وکړ چې یو ګډ، قوي او اصولي دریځ غوره کړي.

دوی وویل: کله چې ښځې په قصدي او سیستماتیک ډول له پامه غورځول کیږي "ملګري ملتونه نشي کولی د خپلو ارزښتونو او منشور سره سم په مؤثره توګه کار وکړي .

کار پوهانو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له دریځ څخه مننه وکړه او له غړو هیوادونو يې وغوښتل تر څو د ځنډ پرته د دې محدودیتونو د لیرې کولو لپاره یو متحد سیستم رامنځته اود د یپلوماتیک فشار له لارې دی اقدام وکړي.

د افغان ښځو په ملاتړ د نړیوالو فشارونو سره هم مهاله په واشنگتن کې هم قانوني اقدامات شوي. سیدني کاملگر داو د امریکا د کانگرس غړي پخپل ایکس پاڼه د افغان ښځو د ملاتړ په خاطر د خپل قانوني طرحې د پر مختگ خبر ورکړی.هغه خوښي څرگند ه کړې چې د افغان ښځو او نجونو د حذف کولو د رد قانون د دواړو گوندونو په همغږئ تصویب شو.

د امریکا د کاگرس دی غړي لیکلي :

زه منندوی یم چې د افغان ښځو او نجونو د له منځه وړلو د ردولو قانون، د دوه اړخیز ملاتړ سره

تصویب شو.

دا د ویاړ خبره وه چې دا شیبه د هغو افغان نجونو سره شریکه کړم چې په متحده ایالاتو کې هغه زده کړې تعقیبوي کوم چې د طالبانو لخوا رد شوې وې.

کارپوهانو وویل: سره له دی چې افغانې میرمنې ډیری وختونه د فشار اود پام وړ خطر سره مخ دي خو هیڅکله يې خپلې ټولنې ته خدمت بند کړی نه دی.

دوی وویل: "د افغان ښځو په گډون ټول هغه کسان چې د ملګرو ملتونو ، بشري مرستو، د بشري حقونو د دفاع او د افغانستان د راتلونکي د ساتنې لپاره کار کوي دریدل ورسره اړین دي.