د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.
تر دې مخکې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د متحدو ایالتونو د ځواکونو له لوري د یوې بېړۍ له نیولو وروسته به ایران په دغو مذاکراتو کې برخه وانخلي.
خو ولسمشر ټرمپ وویل چې دا مذاکرات به کېږي او زیاته یې کړه که دواړه خواوې توافق ته ورسېږي، هغه غواړي چې په خپله له لوړ پوړیو ایراني مقاماتو سره وویني.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د هغه مرستیال جی ډي ونس، د هغه ځانګړی سلاکار سټیف ویتکاف او د هغه مشاور جیرد کوشنیر به په دغو خبرو کې برخه اخلي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اصلي موضوع دا ده چې ایران اتومي وسلې ترلاسه نه کړي، هغه وویل چې ایران نه شي کولای، اتومي وسلې ترلاسه کړي او په خبره یې که ایران د امریکا غوښتنه ومني، نیمکرغ او ښیراز به شي.
ولسمشر ټرمپ همدغه راز په خپل ټروټ سوشېل کې لیکلي دي چې هغه د اسرائیل په هڅوونې په ایران باندې برید نه دی کړی. هغه ویلي دي هر هغه کارپوه او رسنۍ چې دا خبره کوي، حقیقت نه لري.
البته ولسمشر ټرمپ دا ګواښ هم کړی و که ایران کومې هوکړې ته غاړه کېنږدي، متحده ایالتونه به یې په لویو تاسیساتو برید وکړي. ټرمپ په خپل ټروټ سوشېل کې لیکلي وو: «موږ د یو منصفانه او منطقي توافق وړاندیز کوو او هیله مند یو چې [ایران] یې ومني. که یې ونه مني، متحده ایالتونه به په ایران کې هر برېښناکوټ او هر پل له منځه یوسي.»
په پاکستان کې ترتیبات او امنیتي تدابیر
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو او د ایران له سفیرانو سره جلا جلا ملاقاتونه کړي دي.
د دغه وزارت په رسمي ایکس حساب کې د دغو ملاقاتونو ویدیوګانې خپرې کړې او لیکلي دي، چې نقوي په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو د دیپلوماتیک ماموریت له سرپرستې نتالیا بیکر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو او سيمي په حالاتو خبرې کړې دي. خو د دغه ملاقات په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
همدغه راز دغه وزارت وايي چې نقوي د ایران له سفیر رضا امیري سره په خبرو کې د واشنګټن-او تهران ترمنځ د خبرو د دویم په اړه په ترتیباتو غږېدلی او د دیپلوماتیکو لارو څخه یې د ستونزو په حل ټېنګار کړی دي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د پاکستان له لوري د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو منځګړی دی. دا خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې کېږي. پاکستان د دغو خبرو لپاره چمتوالی زیات کړی دی.
راپورونه وايي چې اسلام اباد ته شاوخوا ۲۰زره امنیتي پرسونل او سرتېري استول شوي چې د دغو خبرو او د ځای امنیت تامین کړي. په اسلام اباد کې د سرینا هوټل ته تللې ټولې لارې هم بندې شوې دي او ځای ځای امنیتي سرتېري او موټرونه لیدل کېږي.
د هرمز د تنګي محاصره لا هم روانه ده
متحدو ایالتونو پوځ وايي چې لا یې هم د هرمز تنګي محاصره روانه ساتلې ده. ایراني مقامات وايي چې د هرمز تنګی یې د تېرېدونکو بېړیو لپاره خلاص کړی و، خو بېرته یې بند کړی. د نړۍ تقریبآ پنځه فیصده تېل او ګاز له دې لارې انتقالېږي.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو پوځ وايي چې په هغه اکمالاتي بېړۍ، چې د ایران بیرغ پرې ځړېدلی و، برید کړی. وايي دا بېړۍ د ایران د بندر عباس په لوري روانه وه او په برید کې یې انجمن له فعالیت څخه غورځولی دی.
د ایران دولتي رسنۍ وايي چې دا بېړۍ له چین څخه روانه وه او وايي چې د متحدو ایالتونو له پوځ سره مقابلې ته چمتو و، خو د بېړۍ د عملې او کورنیو له کبله یې اقدام ونه کړ.
د متحدو ایالتونو د مرکزي قومندانانۍ یوه ویدیو خپره کړې، چې په کې ښودل کېږي ځواکونه له هیلیکوپتر څخه په پړي کې یوې بېړۍ ته ښکته کېږي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنتکام ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونو د عرب بحیرې په اوبو کې هغه سوداګریزه بیړۍ نیولې، چې د ایران بیرغ پرې ځړېدلی و.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دغه عملیات د اپرېل په شلمه شوي، وايي دغې بېړۍ د شپږو ساعتونو لپاره د امریکايي ځواکونو پرلهپسې خبرداریو ته ځواب نه و ویلی.
یو پاکستاني امنیتي مقام رویټرز ته ویلي دي چې عاصم منیر ولسمشر ټرمپ ته ویلي دي چې د هرمز تنګي محاصره د خبرو په مخکې خنډ دی، راپور وايي چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي، چې په دې اړه به په مشورې باندې غور کوي. تر دې دمه په سپینې ماڼۍ کې مقاماتو په دې اړه په رسمي ډول کومه خبره نه ده کړې.
یو ایراني چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې د متحدو ایالتونو له لوري د ایران د بندرونو محاصره د سولې د خبرو په اړه لیدلوری کمزوری کوي.