د ایرلنډ پارلمان افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت خبرې کوي

د ایرلنډ پارلمان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ ګډه کمېټه د سه‌شنبې په ورځ، د اپریل ۲۱مه، د یوه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت ارزونه کوي.

دغه غونډه د ایرلنډ د پارلمان په ودانۍ کې ترسره کيږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ، د بشري حقونو د مدافعینو د کمېټې استازي حسن فیض او محبوبه فیض هم په دې غونډه کې ګډون او خبري کوي.

د کمېټې مشر، جان لهارت د غونډې نه مخکې وویل چې د افغانستان وضعیت لا هم د نړیوالې ټولنې لپاره د ژورې اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا، د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په څرګنده توګه خراب شوی، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګېدلي دي.

لهارت زیاته کړه چې دا محدودیتونه د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر کار، د تګ راتګ پر ازادۍ، او په ټولنیز ژوند کې د هغوی پر ګډون اغېز لري.

په دې غونډه کې به همدارنګه د قومي او مذهبي اقلیتونو، په ځانګړي ډول د هزاره ټولنې، پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او بې‌ځایه کېدو موضوع هم وڅېړل شي.

د کمېټې په وینا، د بیان ازادۍ محدودیتونه، خپل‌سري نیونې، او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اړوند د قانوني خوندیتوبونو له منځه وړل هم د بحث مهم ټکي دي.

دا غونډه د ایرلنډ د بهرني سیاست او د نړیوالو بشري حقونو په برخه کې د دغه هېواد د رول د څارنې یوه برخه بلل کېږي.