یو نوی راپور وايي چې جګړې د غذا د عدم مصونیت تر ټولو عمده دلیل دی او د اب او هوا تغیر او اقتصادي کړکیچونو هم د کافي خوړو په ترلاسه کولو خلکو ته ستونزې زېږولي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې، د خوړو پروګرام او د بشري او پراختیايي ادارو یو ایتلاف په خپل راپور کې ویلي دي چې تېرکال په ۴۷ هېوادونو کې ۲۶۶ میلیون خلک د خوړو له شدید کموالي سره مخامخ وو.
افغانستان، سودان، جنوبي سودان، یمن، نایجریا او د کانګو جمهوریت هغه هېوادونه دي، چې د راپور په اساس، تېرکال په کې خلکو د کافي غذا ډېر کموالی تجربه کړی.
بنګله دېش، نایژر او سوریه بیا هغه هېوادونه یاد شوي دي چې په دې برخې کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.
راپور همدغه راز ویلي دي چې په بشري چارو تمویل کم شوی او له ۲۰۲۲ کال راهېسې په دې برخې کې ۵۹ فیصده کموالی راغلی دی.
متحده ایالتونه د کرنې او خوړو د ادارې او د خوړو د پروګرام تر ټولو ستر مالي ملاتړی دی.