د افغانستان د ځبریالانو مرکز راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت درې خبریالان نیولي دي.
دغه مرکز د یکشنبې په ورځ [مې ۱۰مه] په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د طلوع نیوز ژورنالیستان منصور نیازی او عمران دانش او همدارنګه د "پیګرد" خبري اژانس خبریال جاوید نیازی د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست له خوا نیول شوي او تراوسه یي ځای ځایګی معلوم نه دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې جاوید نیازی څلور ورځې وړاندې [مې شپږمه] د طالبانو د استخباراتو ریاست ته تر احضار کېدو وورسته، نیول شوی دی.
په اعلامیې کې راغلي چې د طلوع نیوز خبریال منصور نیازی د مې په ۷مه د کابل په کارته چهار سیمه کې نیول شوی، او عمران دانش د شنبې په شپه [مې ۹مه] نیول شوی دی. د ژورنالیستانو د نیول کېدو لامل لا تر اوسه نه دی معلوم. اړوندو رسنیو هم تر اوسه د خپلو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز دا هم ویلي چې په تېرو څلورو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه درې نور خبریالان ګواښل شوي دي.
تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ویلي وو چې له کله نه چې طالبان واکمن شوي هېواد د مطبوعاتو ازادۍ د "اندېښمنونکي زوال" شاهد دی.
د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوي پیغام کې بینیټ د طالبانو له خوا د نیول شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د "سمدستي او بې شرطه" خوشې کېدو غوښتنه کړې وه او لیکلي وو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خبریالان په "خصمانه" چاپیریال او د طالبانو له خوا تر لګول شویو "محدودیتونو" لاندې کار کوي.
د طالبانو حکومت هم د دریو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه یې د کورنیو او نړیوالو ادارو له خوا نیوکې په پرله پسې توګه رد کړې دي. د دې ډلې چارواکو ویلي چې په هېواد کې خبریالان او رسنۍ د اسلامي شریعت د احکامو سره سم کار کوي.