د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سره د «بشپړ شراکت» کولو په اړه د روسیې د لوړپوړو چارواکو وروستیو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هیڅ هیواد باید له «شریرو عناصرو» سره د یووالي لاره غوره نکړي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت يو وياند د امريکا غږ د افغانستان څانګې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي چې "د طالبانو ځپونکي فرمانونه" د افغانانو ازادي او اساسي حقونه محدود کړي دي.
دغه امريکايي چارواکي وویل: «د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د امریکا د خلکو امنیت لومړیتوب دی. موږ دا خبره واضح کړې ده چې افغانستان باید بیا هیڅکله د متحدو ایالتونو او زموږ د متحدینو په خلاف د ترهګریزو بریدونو د پیلولو په تخته بدل نشي.»
هغه همدارنګه زیاته کړه چې واشنګټن ټولې هغه بهرنۍ مرستې ځنډولي چې د طالبان لاس ته د ورتلو وېره یې کېده ترڅو د دې ډلې د "ناوړه" چلند د تمویل مخه ونیول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه ویاند ټینګار وکړ چې طالبان لا هم د "یو ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې" په توګه پېژندل کېږي او امریکا به اجازه ورنکړي چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې ددې ډلې لاس ته ورسیږي.
دا پداسې حال کې ده چې د روسیې د ملي امنیت شورا رئیس، سرګي شویګو د شانګهای همکارۍ سازمان د امنیتي چارواکو په غونډه کې د مسکو ترمنځ د «بشپړ شراکت» رامنځته کولو خبره کړې ده.
د اینټرفکس خبري اژانس د رپوټ له مخې، شویګو د پنجشنبې په ورځ وویل چې له کابل سره همکاري د سیمه ایز امنیت او پرمختګ لپاره ارزښت لري. شویګو وویل چې مسکو د طالبانو سره د امنیت، سوداګرۍ، کلتور او بشري مرستو په برخو کې خبرې اترې کوي.
شویګو د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لخوا د «افغانستان سره د تماس ډلې" په رابللو ټینګار کړی چې له کابل سره همکاري د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده. دغه سازمان لس غړي لري چې چین، هند، ایران، پاکستان، ازبیکستان او تاجیکستان پکې شامل دي.
روسیې د ۲۰۲۵ په اپریل کې د طالبانو نوم د هغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لیرې کړ. طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په دغه لیست کې شامل و.
مسکو ویلي چې له افغانستان څخه تر منځني ختیځ پورې د وسله والو ډلو له خوا متوجه امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره له کابل سره تعامل اړین ګڼي.