ټرمپ: د ایران غني شوي یورانیم به یا په امریکا او یا بل ځای کې له منځه یوړل شي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران غني شوي یورانیم (اتومي غبار) به یا سمدستي متحدو ایالتونه ته سپارل کېږي چې له منځه یوړل شي او یا به د ایران سره په همغږۍ په کوم بل ځای کې له منځه یوړل کېږي.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ (مۍ۲۵) په خپل ټروټ سوشېل کې په دې اړه ولیکل: «غني شوي یورانیم (اتومي غبار) به یا سمدستي متحدو ایالتونو ته وسپارل شي چې را انتقال او له منځه یوړل شي او یا به ترجیحآ د ایران جمهوري اسلامي سره په همغږۍ کې په هماغه ځای کې او یا بل ځای کې چې، د منلو وي، ویجاړ شي.»

ولسمشر ټرمپ په خپل حساب کې لیکلي دي چې د اتومي انرژۍ سازمان او یا د هغه کومه بله معادله اداره به په دغو چارو نظارت کوي.

نوموړي تل دا خبره کړې ده چې ایران «په نړۍ کې د ترهګرۍ د لومړي ملاتړي» په توګه نه شي کولای اتومي وسله ولري.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ایران له متحدو ایالتونو سره په مذاکراتو کې په دې اصولو توافق کړی دی چې ډېر غني شوي یورانیم یې له منځه یوړل شي، خو لا هم په دې باندې کار روان دی.