د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه ویلي چې مذاکرات “په ښه ډول” روان دي، خو خبرداری یې ورکړی چې که ستر توافق و نه شي هیڅ توافق به ونشي. واشنګټن او تهران دواړه وایي خبرې دوام لري، خو لا هم وروستی توافق نږدې نه دی.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه پیغام چې نن یې د ټروت سوشل په شبکې کې خپور کړی، ښيي چې واشنګټن هڅه کوي له ایران سره احتمالي توافق یوازې د اټومي موضوعاتو تر کچې محدود نه کړي، بلکې هغه د منځني ختیځ له پراخو سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدلونونو سره وتړي.
ټرمپ په خپل پیغام کې په ښکاره ډول ویلي چې له ایران سره خبرې اترې په ښه ډول روانې دي، خو خبرداری یې ورکړی چې یا به یو “ستر توافق” وي، او یا به هېڅ توافق نه وي.
هغه همداشان خبرداری ورکړی چې که توافق و نشي نو بېرته به حګړه پیل شي او دا وار به جګړه ډیره پراخه او پیاوړې وي. ټرمپ وایي، د شنبې ورځې په خبرو کې یې له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان، ترکیې، مصر، اردن او بحرین له مشرانو سره دا موضوع شریکه کړې چې، د امریکا له ټولو هڅو وروسته، باید دغه هېوادونه لږ تر لږه په هممهاله ډول د Abraham Accords یا ابراهیم تړونونو برخه شي.
ابراهیم تړونونه هغه موافقې دي چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او یو شمېر عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره لاسلیک شول. متحده عربي امارات او بحرین لا مخکې د دې تړونونو غړي دي، او وروسته مراکش او سودان هم ورسره یوځای شول.
ټرمپ په خپل تازه پیغام کې ویلي، که ایران هم له امریکا سره توافق لاسلیک کړي، نو د هغه په وینا، دا به د ویاړ خبره وي چې ایران هم د دې پراخ نړیوال ائتلاف برخه شي. ټرمپ په ځانګړي ډول له سعودي عربستان او قطر څخه غوښتي چې دا بهیر پیل کړي او نور هېوادونه دې هم د هغوی لاره تعقیب کړي.
د ټرمپ په وینا، که دغه هېوادونه د ابراهیم تړونونو له لاسلیک کولو ډډه وکړي، نو دا به “بد نیت” وښيي او هغوی باید د ایران له احتمالي توافق برخه نه وي. هغه دا هم ویلي چې د ابراهیم تړونونو اوسني غړي له دې موافقو څخه اقتصادي، مالي او ټولنیزې ګټې ترلاسه کړي، او په وینا یې، دغه تړونونه به د منځني ختیځ لپاره “ریښتینی ځواک، ثبات او سوله” راولي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د هرمز تنګي او د ایران د اټومي موضوعاتو په اړه د یوه محدود مهاله تفاهم پر سر لا هم کار روان دی. خو ایران بیا وایي، که څه هم د خبرو په ځینو برخو کې پرمختګ شوی، خو د وروستي توافق لپاره شرایط لا بشپړ شوي نه دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي: «د خبرو اترو تمرکز د جګړې پر پای ته رسولو دی، او په دې پړاو کې د اټومي موضوع د جزئیاتو په اړه خبرې نه کیږي.
ټرمپ بیا په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې که ایران له امریکا سره توافق لاسلیک کړي، نو دا به د منځني ختیځ لپاره یوه بېسارې تاریخي لحظه وي. هغه ویلي، منځنی ختیځ به متحد، پیاوړی او له اقتصادي پلوه قوي شي. نو په ټوله کې، د ټرمپ تازه پیغام دوه مهم اړخونه لري: یو دا چې هغه له ایران سره احتمالي توافق وړاندې کوي؛ او بل دا چې غواړي دا توافق د ابراهیم تړونونو له پراخېدو سره وتړي. خو لا هم روښانه نه ده چې ایران، سعودي عربستان، قطر، پاکستان، ترکیه او نور یاد شوي هېوادونه به د داسې یوه پراخ سیاسي چوکاټ منلو ته چمتو وي او که نه.
فورم \ دبحث خونه