ملگري ملتونه: د ماشومې چوپتیا واده ته د رضایت په معنی نه ده

UN flag waved against the sun and blue sky.

ملګري ملتونه وايي په ماشومتوب کې واده ته مشروعیت ورکول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمیټې په یو بیان کې چې دوشنبې د جون په اوله خپور شوې لیکلي:

"طالب چارواکو له لوري د دوی د نوي فرمان تصویب چې په ماشومتوب کې ودونو ته مشروعیت ورکوي او د نجلۍ چوپتیا د رضایت په توګه ګڼي، د نړیوالو بشري حقونو څخه یوه جدي او سیستماتیکه سرغړونه ده".

دغې کمیټې د ماشومانو واده، چې یو اړخ پکې تر اتلسوکلونو څخه کم عمر ولري، یو زیان رسونکی عمل او د جبري واده یوه بڼه بللې، ځکه چې ماشومان په طبیعي ډول د واده لپاره د بشپړ، آزاد او باخبره رضایت ښودلو وړتیا نلري.

" کمیټې د ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو کمیټې سره خپله ګډه عمومي سپارښتنې چې د بشري حقونو د تړونونو رسمي تفسیرونه دی هم یادونه کړې.

د طالبانو د حکومت ١٨ نمبر فرمان هغه نجونې جلا کوي چې بلوغ ته رسیدلي او واده شوي دي او دا ویش د بلوغت ته رسیدو وروسته د نجونو د واده د مشروعیت لپاره کاروي. فرمان دا هم وايي چې د بلوغت ته رسیدو وروسته د یوې نجلۍ چوپتیا د واده د رضایت په معنی تعبیر کیدی شي.

د ماشومانو د حقونو کمیټې ویلي: " د بلوغت د واده کولو قانوني کیدو لپاره اساس نه شي ګڼل کیدی" او دا حکم یې د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون سره په بشپړ ډول تضاد گڼلی.

یادې کمیټې په ماشومتوب کې واده یو زیان رسونکی عمل او له اساسي حقونوڅخه سرغړونه بللې ده چې د دوئ په وینا نجونې د تاوتریخوالي، په کم عمر او جبري ډول امیندوارۍ، د زده کړې د ځنډ او اوږد مهاله فزیکي او رواني زیان د لوړ خطرونو سره مخ کوي.

کمیټې خبرداری ورکړی چې، "هر هغه قانوني چوکاټ چې د ماشومانو واده عادي یایا آسانه کوي، په اصل کې د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي، د دوی وقار کمزوری کوي او دوی له خپلواکۍ او راتلونکي فرصتونو څخه محروموي."

په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمیټه چې د ماشومانو د حقونو د ۱۸ خپلواکو متخصصینو څخه جوړه ده، د فرمان په هکله جدي اندیښنه څرګنده کړه او پر نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو بندیز په شمول يې دا د واکمنو چارواکو لخوا د تبعیضي اقداماتو یوه بیلگه وگڼله .

تر د ی مخکښې ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې د ښځې او مېړه د بېلېدو اړوند د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرگنده کړې وه.

دغه سازمان په یوه خپاره کړي بیان کې ويلي چې دا اصولنامه به د ماشومانو د ودونو او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي لامل شي.

په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمیټې زیاته کړې چې په دغې اصولنامې کې د مېړه او مېرمنې د جلا کېدو شرایط تعریف شوي، خو ښځې د دغه بهیر د ترسره کولو پر مهال د نارینه ‌وو پرتله له ډېر پېچلو حقوقي خنډونو سره مخ دي چې په ځینو مواردو کې د جلاوالي غوښتنې د ثبت لپاره د څو شاهدانو او نورو پېچلو شرایطو ته اړتیا رامنځته کوي چې دا وضعیت بیا د ښځو او نارینه‌ وو ترمنځ حقوقي نابرابري څرګندوي او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو له حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دا هم ویلي چې په دغې اصولنامې کې لږ تر لږه د واده لپاره هېڅ عمر نه دی ټاکل شوی چې دا د ماشومانو د ودولو د عادي کېدو خطر زیاتوي.

د بیان له مخې، په افغانستان کې پخوانیو قوانینو د واده عمر ټاکلی شوې ، اجباري او د ماشومانو ودونه جرم ګڼلي شوی.

د ماشومانو د حقونو کارپوهانو وویل: "دې اقداماتو په ملیونونو افغان نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کړې، د دوی راتلونکي اقتصادي او ټولنیز ګډون یې کمزورې کړی، او په ټول هیواد کې یې فقر او نابرابري بنسټیزه کړې ده."

کمیټې د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه وغوښتل چې سمدلاسه دی د نړیوال بشري حقونو د قانون اودد ماشومانو د حقونو کنوانسیون تعهداتو ته په پام چې افغانستان يې په عملي کولو مکلف گڼل شوې، ټول هغه اقدامات لغوه کړي چې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي او د ټولو نجونو د تعلیم، مصوونیت، برارۍ او په ټولنه کې د بشپړ ګډون حقونه دی بیرته دوی ته ورکړي.