هرات کې نن سه شنبه جون نهمه د تازه لاریونونو خبر ورکړل شوی.
یوې میرمنې چې د ماه نور په مستعار نوم یې امریکا غږ سره خبرې کولې وویل چې دا لاریون د هرات ښار د جبرائیل سیمې د بهارزندګي څلورلارې کې د نیول شویو ښځو په ننګه وشو وچې وروسته په تاو تریخوالي بدل شو.
ماه نور وویل، "دا لاریون د طالبانو د جدي تاوتریخوالي سره مخ شو چې یو ۱۲ کلن ماشوم پکې ووژل شو او طالبانو ۳۰ تنه چې ښځې او نارینه و له ځان سره یووړل، وړل شویو ښځو حجابونه او ماسکونه درلودل خو بیاهم د طالبانو د امر بالمعروف کسانو په نا معلوم دلیل له ځان سره یوړل".
د هرات ولایت دې پیښې په هکله په افغانستان او د افغانستان څخه د باندې غبرګونونه ښودل شوي.
د افغانستان یو پخواني جمهور رئیس حامد کرزي پدې پیښه اندیښنه څرګنده کړې او یادونه یې کړې چې د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړي توګه د میرمنو عزت او احترام په کامله توګه باید رعایت او په خپل وطن کې د باوقاره ژوند شرایط ورته برابر شي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي چې دا لاریون په ظاهرا سوله ییزو و او د لاریون کوونکو په وړاندې له حده زیات زور کارولو باندې اندیښنه څرګنده کړی.
بېنیټ د خپل اکس په حساب کې لیکلي، "اوس وخت دی چې پر خلکو فشار کم شي، د خلکو د بیان ازادۍ، په ځانګړې ډول ښځو او نجونو ته درناوې وشي او نور زیان ورته ونه رسیږی. هغه کسان چې د تاوتریخوالی مسؤل دي، باید مسؤل وبلل شي".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم په هرات کې د "جامو د الزاماتو د نه مراعاتولو" په تور د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د بخښنې نړیوال سازمان په ایکس پاڼې کې په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي، "دا نیونې د افغانستان د ښځو د حقونو د دوامداره کمزوري کولو نښه ده."
دی سازمان د ښځو او نجونو دا ډول نیول او ځورول د رواني ځپلو څرګندونه بللې.
سازمان له طالب چارواکو غوښتي چې سمدستي دې د نیول شویو کسانو د ځایونو په هکله معلومات ورکړي او کورونو ته د هغوی بیرته خوندی ستنیدل یقیني کړي.
د طالبانو حکومت په هرات کې د ښځو د نیولو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي اما مخکې لدې طالب چارواکو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د اسلامي شریعت له مخې حقونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې نافذ شوی، د ښځو د ټول بدن پټول لازمي، د ښځو د مخونو پټول اړین او د ښځو غږ د "عورت" یوه برخه ګڼلې ده.
په همدې حال کې د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د یکشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي چې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو ترټل د "تبعیضي سیاست" نه اوښتي او "د ټولنیز کنټرول او اقتصادي او سیاسي باج اخېستې" په یوې وسیلې بدل شوي دي