د ملګرو ملتونو کار پوهان ؛ طالبان دی د بشري حقونو نړیوال قانون ته ژمن پاتې شي

د ملګرو ملتونو کار پوهانو د هرات په ولایت کې د مظاهره کوونکو پر ضد د زیات زور کارولو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې.

په هغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي (جوزا) په ۲۱مه خپره شوې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له لوري د ښځو نیول او له معترضینو سره زور زیاتی غندلی دی.

ملگرو ملتونو کار پوهانو د قانون پلی کولو لپاره د زور کارول د نړیوالو قوانینو له مخې محدود بللي او زیاته کړې يې ده:

"دا یوازې هغه وخت اجازه لري چې قانوني، ضروري او متناسب وي د هغه ګواښ سره چې افسرانو یا نورو ته رامنځته کیږي، او د احتیاط، تبعیض نه کولو او حساب ورکونې اصولو ته پکې درناوی وشي."

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي د هرات په وروستیو مظاهرو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څه دپاسه ۲۰ کسه نور ټپیان دي او د طالبانو څخه يې د بشري حقونو درعایت غوښتنه کړې.

"د افغانستان د حاکمانو په توګه، طالبان باید د هغو نړیوالو بشری حقونو تړونونو ته ژمن پاتې شي چې افغانستان يې غړیتوب لري، چې هغه د مدنی او سیاسی حقونو نړیوال تړون، د شکنجې ضد کنوانسیون او د ښځو پر ضد د ټولو تبعیضي ډولونو د له منځه وړلو کنوانسیون شامل دی."

په اعلامیه کې د طالبانو لخوا د هرات د لاریونوالو پر وړاندې له حده زیات زور کارولو او د دغه زور زیاتي په پایله کې د یوه هلک په گډون د لږ تر لږه دوه کسانو وژل کیدو او تر شلو زیاتوکسانو د ټپي کیدو یادونه کړې..

کار پوهانو زیاته کړې،"مساوات، سوله ییزې غونډې، د بیان او حرکت آزادي، او د خپل سري توقیفونو څخه ډډه کول هغه اساسي حقونه دي چې د خلکو د باور بیرته راګرځولو او د وضعیت د نور خرابیدو مخنیوي لپاره اړین گامونه دي"

د ملگرو ملتونو دغو متخصصینو له طالبانو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې د تر سره شوي زور زیاتي په اړه ژر تر ژره، اغېزمن، خپلواک، بې پرې او شفاف تحقیقات ترسره کړي.

په هرات ولایت کې له لاریون کوونکو سره د طالبانو له تاواتریخوالي ډک چلند پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما د چهارشنبې په ورځ د هرات ولایت په جبرییل سیمه کې د طالب وسله والو په ډزو کې د یو ماشوم وژل کیدل او د څو نورو کسانو وهل او ډبول تایید کړي وو.

د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ، د بښنې نړیوال سازمان، او د بشري حقونو گڼو سازمانونو د هغو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړې چې په هرات کې طالبانو د معترضینو پریوه لاریون ډزې کړي او شمیر يې له ځان سره بیولي دي.

د هرات په جبرییل سیمه کې د تیرې سه شنبې په ورځ د طالبان د حکومت د امرباالعمروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکو له خوا د "ناسم" حجاب په تور د ښځو د نیولو په غبرګون کې خلک سړکونو ته راوتي وو چې دغه لاریون په تاواتریخوالی وواښت..