اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي په افغانستان کې د تغذیې بحران نور هم پراخ شوی او په ٢٠٢٦ کال کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د غبرگولي ٢٥مه) په خپل راپور کې ویلي، سره له دې چې د اړمنو خلکو په شمیر کې یو څه کموالی راغلی، خو افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ د لویو بشري بحرانونو په کتار کې پاتې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي، د کلونو شخړو، اقتصادي کمزورتیا، په بنسټیزو خدماتو کې کمه پانګونه او د حقوقو چټک زوال د نفوس د لویې برخې مقاومت کمزوری کړی دی.

راپور لیکي، د دوامداره فشارونو له امله د خوړو نه خوندیتوب، په پراخه کچه راستنیدنه، وچکالي، تکراري طبیعی خطرونه، او د عامه ژوند څخه په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو محرومیت نور هم زیات شوی.

دغې ادارې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د تغذيې شرایط خراب ښودلي دي.

راپور لیکي، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان چې د نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا ویلي: «عاجلې بودیجې ته اړتیا ده چې د خلکو ژوند وژغورل شي او د نه جبرانېدونکي زیان مخنیوی وشي.»

په یو بل خبر کې، اوچا ویلي چې سوېډن د افغانستان بشري صندوق سره د ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.

اوچا د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) په اېکس پاڼه کې د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ملاتړ به بشري مرستندویو بنسټونو ته دا توان ورکړي چې په ټول افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته په چټکۍ ځواب ووایي.