طالبانو په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، بلجیم د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د یوې ورځې ویزې ورکړي دي.

د طالبانو یو پلاوي د سې شنبې په ورځ [جون ۲۳مه] په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل او د دواړو لوریو ترمنځ د قونسلي خدمتونو، د افغانانو د بېرته ستنولو او د باور جوړونې په اړه خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ولیکل چې په دې غونډه کې په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د احتمالي بیا پیل کېدو، د قونسلي حضور او د باور جوړونې د اقداماتو په اړه بحث شوی دی.

بلخي ویلي دغه لیدنه کولی شي په بهر کې د مېشتو افغانانو د قونسلي حقونو د خوندي کولو لپاره د مثبتو پرمختګونو او همکارۍ زمینه برابره کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ترلاسه کړ دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه په بروکسل کې د طالبانو د استازو کوربه توب کوي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، بلجیم د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د یوې ورځې ویزې ورکړي دي.

اروپايي کمېسیون وایي د کډوالۍ د نوي تړون د پلي کېدو لپاره د هغو کسانو بېرته ستنول مهم دي چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې د عادلانه او پیاوړي کډوالۍ سیستم یوه مهمه برخه دا ده چې هغه کسان چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

هغه ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې نوي مقررات به د اخراج او بېرته ستنولو بهیر چټک او اغېزمن کړي، خو په عین حال کې باید د بشري حقونو نړیوال معیارونه او د اروپايي ټولنې قوانین رعایت شي.

د طالبانو او اروپايي ټولنې دغه تعامل د بشري حقونو د سازمانونو او فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ ویلي چې د نه ستنولو یا "نان رېفولمنټ" اصل مطلق دی او هېڅ استثنا نه لري.

د نه بېرته ستنولو (Non-Refoulement) اصل هغه نړیوال قانوني اصل دی چې له مخې یې هېڅوک داسې هېواد ته په زور نه شي استول کېدای چې هلته یې ژوند، ازادي یا خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ وي.

بینیټ ویلي، په افغانستان کې د شکنجې او د بشري حقونو د جدي سرغړونو خطر لا هم موجود دی او اروپايي هېوادونه باید افغانان داسې وضعیت ته بېرته ونه لېږي چې هلته له خطر سره مخ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د افغانانو د اخراجولو له پلانونو تېر شي.

د دغه سازمان د اروپايي بنسټونو د دفتر مشرې ایو ګیډي ویلي، افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره خوندي هېواد نه دی او هر ډول اخراج به د ستنېدونکو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

بلخوا د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې اروپايي کمېسیون سره له دې چې په افغانستان کې د بشري حقونو له وضعیت خبر دی، بیا هم طالبان بروکسل ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره وربللي دي.

دغه سازمان وایي، اروپايي هېوادونه له یوې خوا د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې غندي او د حساب ورکونې غوښتنه کوي خو له بلې خوا د افغانانو د جبري ستنولو لپاره له همدې ډلې سره همکاري کوي.

په همدې حال کې د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي چې طالبان تر اوسه د اروپايي ټولنې له هغو شرطونو څخه یو هم نه دی پوره کړی چې بروکسل د تعامل لپاره ټاکلي وو.

د نجونو د زده کړو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د طالبانو او اروپايي ټولنې د خبرو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملالې ویلي چې طالبان هغه ډله ده چې نجونې یې له زده کړو محرومې کړې، ښځې یې له عامه ژوند څخه ایستلې او اساسي حقونه یې ترې محدود کړي دي.

هغې ټینګار کړی چې اروپا باید داسې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي چې د نړۍ له سختو بشري حقونو بحرانونو څخه د یوه مسوول په توګه یادېږي.

اروپايي ټولنه بیا وایي چې له شریکو هېوادونو سره هر ډول همکاري باید د اروپايي ټولنې له قانوني چوکاټ او نړیوالو معیارونو سره سمه وي او د کډوالۍ د نوي تړون پلي کول د غړو هېوادونو لپاره لومړیتوب دی.