وچکالي، لوږه او بېوزلي؛ افغانستان کې میلیونونه ماشومان له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) استازې اولګا چیریفکو وايي، له سترو ننګونو څخه یوه دا ده چې په خوارځواکۍ اخته ماشومان باید په وخت او تر هغه مخکې چې حالت یې ډېر خراب شي وپېژندل شي.

"ډېری وختونه، په ځانګړي ډول په هغو لرې پرتو سیمو کې چې خلک پکې ژوند کوي، کورنۍ نه پوهېږي چې خوارځواکي څه معنا لري او یا دا چې د ماشوم خوارځواکي کومې نښې لري. له همدې امله ډېر کله ماشومان د معاینې یا درملنې لپاره په وخت نه راوړل کیږي او حالت یې ډېر خراب شوی وي."

په بامیانوکې د مرستندویه ادارو کارکوونکو موندلي چې په ګڼو جلا او لرې پرتو کلیو کې خلک ورو ورو خپلې سیمې پرېږدي او د اوبو او کار موندلو لپاره نورو ځایونو ته کډه کوي.

په ځینو سیمو کې وچکالۍ فصلونه له منځه وړي او بزګران یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

چیریفکو وايي، د خلکو د وتلو له امله ځینې ټولنې په تدریجي ډول کوچنۍ کېږي او نفوس یې کمېږي.

هغه وايي،"هغه کورنۍ چې پاتې دي، اکثره تر ټولو بېوزله دي او بل ځای ته د تګ وس نه لري".

چیریفکو د خپلو وروستیو سفرونو پر مهال د خلکو د ستونزو او سخت ژوند بېلګې له نږدې لیدلې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې سږ کال به نږدې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

چیریفکو وايي چې د خوارځواکۍ مخنیوی او عامه پوهاوی د بیړنیو درملنو په څېر مهم دي.

په همدې حال کې دغه چارواکې ، افغانستان ته د سرحدونو له لارې د راستنېدونکو کسانو لړۍ یادونه هم کړې ده، چې ډېری یې په خپله خوښه نه دي راستانه شوي.

ملګري ملتونه وايي هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راځي چې بیړنیو مرستو، ثبت او نورو لومړنیو خدماتو ته اړتیا لري.

ډېرو راستنېدونکو د خپل ژوند ډېره برخه یا ټوله موده له افغانستانه بهر تېره کړې او هېواد ته د ستنېدو پر مهال نه پوهېږي چې څنګه به خپل ژوند له سره پیل کړي.

د چیریفکو په وینا، د ژوندي پاتې کېدو او راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا د دغو خلکو له سترو اندېښنو څخه ده.

ښځې او نجونې لا هم د دې بشري بحران له تر ټولو اغېزمنو قشرونو څخه دي. د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه د هغوی فرصتونه محدودوي او په عین حال کې یې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت هم رامنځته کړی، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې ښځو او نجونو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی نور هم ستونزمن شوی دی.