افغانستان کې د ماشومانو د حقونو خرابیدونکی وضعیت
Your browser doesn’t support HTML5
افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په راپور کې د نړۍ په ۱۹۴ هېوادونو کې وروستی ځای خپل کړی دی. په داسې حال کې چې میلیونونه افغان ماشومان لا هم له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکوي چې د مرستو کمښت، اقتصادي ستونزې او کډوالي د ماشومانو د تغذیې وضعیت لا پسې خرابوي.