افغانستان د KidsRights Index ۲۰۲۶ یا د ماشومانو د حقونو په نړیوال شاخص کې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو له ډلې په ۱۹۴م، یعنې وروستي مقام کې راغلی دی. دا دوهم پرلهپسې کال دی چې افغانستان د ماشومانو د حقونو له پلوه د نړۍ تر ټولو ټیټ رتبه هېواد بلل کېږي.
دغه کلنی شاخص، چې د KidsRights Foundation او Erasmus University Rotterdam له خوا چمتو کېږي، هېوادونه د ماشومانو د ژوند، روغتیا، زده کړو، ساتنې او د ماشومانو د حقونو لپاره د مناسب چاپېریال له مخې ارزوي.
د وروستیو پنځو کلونو راپورونه ښيي چې افغانستان په پرلهپسې ډول د نړۍ د ماشومانو د حقونو له تر ټولو ټیټو هېوادونو څخه پاتې شوی او په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې یې وروستی مقام خپل کړی دی.
د راپور له مخې، دوامدارې جګړې، بېوزلي، لوږه، بېځایه کېدل، د بشري مرستو کمښت او پر نجونو د زده کړو محدودیتونه هغه مهم عوامل دي چې د افغانستان ټیټه درجه کې دی. راپور وایي، میلیونونه افغان ماشومان لا هم له خپلو اساسي حقونو او لومړنیو خدمتونو بېبرخې دي.
په همدې حال کې، د Save the Children، یونیسف او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو د ۲۰۲۶ کال وروستي راپورونه ښيي چې نږدې ۱۱ اعشاریه ۶ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې له ۱۷ میلیونو ډېر خلک د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي. دغو ادارو ویلي چې د مرستو کمښت، اقتصادي ستونزې، وچکالي، اقلیمي بدلون او بېځایه کېدل د ماشومانو وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
لوږه او خوارځواکي د افغان ماشومانو لپاره تر ټولو ستره ستونزه بلل کېږي. د راپورونو له مخې، له ۹ میلیونو ډېر ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي او ۳ اعشاریه ۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري. د ماشومانو د ژغورنې اداره (Save the Children) وایي، د خوارځواکۍ پېښې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتې شوې او د بودجې د کمښت له امله شاوخوا ۳۸ زره ماشومان او میندې ښايي د تغذیې له اړینو خدماتو بېبرخې شي.
د ایران څخه د افغان کډوالو پراخې راستنېدنې هم د ماشومانو پر وضعیت فشار زیات کړی دی. یوازې د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې راهیسې له ۵۰۰ زرو ډېر افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، د بودجې د کمښت له امله اوس یوازې له هرو څلورو هغو ماشومانو څخه یو د خوارځواکۍ درملنه ترلاسه کوي چې ورته اړتیا لري.
ناامني هم د ماشومانو پر ژوند مستقیم اغېز لري. د Save the Children د راپور له مخې، په ختیځ افغانستان کې وروستیو نښتو ۶۸ زره ماشومان بېځایه کړي او له ۱۳۴ زرو ډېر کسان یې له روغتیايي، تعلیمي او تغذیوي خدماتو بېبرخې کړي دي.
افغانستان لا هم د ناچاوده مهماتو له امله د ماشومانو لپاره د نړۍ له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. د Save the Children د معلوماتو له مخې، نږدې هره ورځ یو افغان ماشوم د ناچاوده ماینونو او مهماتو له امله وژل کېږي یا ټپي کېږي، او د نړۍ د ماشومانو د دغو قربانیانو ۴۳ سلنه په افغانستان کې دي.
یونیسف هم وایي، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه پکې تر ټولو لوړه ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ۴۱ سلنه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د اوږدمهالې خوارځواکۍ له امله د ودې له ټکني کېدو سره مخ دي، نږدې ۱۰ سلنه له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي، او یوازې ۱۲ سلنه ماشومان د شپږو میاشتو او دوو کلونو ترمنځ داسې متنوع خواړه ترلاسه کوي چې د سالمې ودې لپاره اړین دي.
یونیسف د افغانستان د وضعیت په اړه وایي: "تر هر څه وړاندې، د افغانستان روان بشري بحران د ماشومانو د حقونو ناورین دی."
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري، چې له دې ډلې نږدې ۹۴۲ زره ماشومان به د شدیدې خوارځواکۍ له تر ټولو خطرناکې بڼې سره مخ وي.
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان مشر جان ایلیف وایي: "د ماشومانو شدیده خوارځواکي په بېساري ډول مخ په زیاتېدو ده، او سږ کال به نږدې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري."
د ماشومانو د حقونو بنسټ او د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار کوي چې د ماشوم د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې، هر ماشوم د مناسبې تغذیې، روغتیا او زده کړو حق لري. دوی خبرداری ورکوي چې که نړیواله مالي مرسته زیاته نه شي، میلیونونه افغان ماشومان به د لوږې، د مخنیوي وړ ناروغیو، د ودې د ځنډ او د ژوند تر پایه روغتیايي ستونزو له خطر سره مخ پاتې شي.
فورم \ دبحث خونه