د امریکا او ایران د اړیکو اقتصادي اغیزې

د تیلو بیې او د نړۍ د ونډو بازارونه هغه وخت لوړ شول چې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د اوربند پای ته رسېدلو خبره ورکړ.

د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې له ایران سره د امریکا اوربند پاې ته رسیدلی، د تیلو بیې نږدې ۶٪ لوړې شوې او نړیوالې ونډې راټیټې شوې.

په انقره (ترکیه) کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال د دغه اتحاد له عمومي منشي مارک روټه سره په ګډه خبري غونډه کې، کله چې له ولسمشر څخه له ایران سره د اوربند په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وویل: "زما په اند، دا موضوع پاې ته رسېدلې ده. زه نور نه غواړم له هغوې سره سروکار ولرم، زما په نظر، دا کار ختم شوی دی."

د امریکا د ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ فیوچر بیې ۵.۶۹٪ لوړې شوې او هر بیرل ۷۴.۴۵ ډالرو ته ورسېد، د نړیوال برینټ خامو تیلو بیې ۵.۸۵٪ ته لوړې شوې او هر بیرل يې ۷۸.۵۰ ډالرو ته ورسېد چې د شپې راهیسې۴.۳۴ ډالر زیاتوالی ښيي.

د اسهامو ټولو لویو نړیوالو شاخصونو د پام وړ زیانونه ولیدل. د جرمني DAX شاخص ۲.۳ سلنه، د فرانسې CAC 40 شاخص ۲.۱۵ سلنه او د بریتانیا FTSE 100 شاخص ۱.۶ سلنه راښکته شول. د هسپانیې IBEX 35 شاخص وروسته له هغه ۲.۷۵ سلنه راولوېد چې ولسمشر ټرمپ له هسپانیې سره د امریکا د سوداګرۍ د بشپړ بندولو غوښتنه وکړه.

د سې شنبې په ورځ ایراني ځواکونو د هرمز تنګي څخه په تیریدونکو دریو سوداګریزو کښتیو برید وکړ، چې د امریکا پوځ یې ځوابي بریدونو سره مخ شو. ټرمپ خبرداری ورکړ چې تهران به د سوداګریزو کښتیو په نښه کولو لپاره "درانه لګښت" سره مخ شي.

د امریکا د مالیې وزارت هم د سه شنبې په ورځ د یاد برید له امله ایران مجازات کړ؛ د دې لپاره یې هغه معافیت لغوه کړ چې ایران ته یې د خپل تېلو د پلورلو اجازه ورکړې وه.

پانګه اچوونکي به د چهارشنبې په ورځ وروسته د فدرالي ریزرو د نوي رییس کیون وارش په مشرۍ د لومړۍ غونډه ه له نږدې وڅاري ترڅو د سود نرخونو د تګ لارې په اړه نښې نښانې ومومي.