اوچا؛ په ٢٠٢٦ کال کې له ١.٧ میلیون څخه زیاتې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) وايي ښځې او نجونې لاهم په افغانستان کې د بشري ناورین له امله تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوې ډلې دي.

اوچا نن سه شنبه پخپل رپوټ کې لیکلي، پر تګ راتګ، زده کړو او کار باندې سختو محدودیتونو اړینو خدماتو ته د لاسرسي مخه نیولې، او موجوده زیان منونکي حالتونه لا پسې خرابوي.

رپوټ زیاتوي چې د روغتیا سکتور لا هم تر سخت فشار لاندې دی او افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مېندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري، چې په ۲۰۲۴ کال کې په هرو ۱۰۰زره ژوندیو زیږونونو کې د ۶۳۸ میندو مړینې اټکل شوې. دا په آسیا کې ترټولو لوړه او په نړیواله کچه اوومه لوړه درجه ده.

د ښځینه روغتیایی کارمندانو او تمویل کمښت، اړینو درملو ته محدود لاسرسی او د بیړني زیږون پاملرنې کې تشه لا هم د افغان ښځو لپاره لویه ستونزه بللې ده.

د نجونو د زده کړې په اړه د محدودیتونو په دوام ، بشري فعالین د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو د راتلونکي شتون په اړه په اندیښمن دي. یونیسف اټکل کوي چې که اوسني محدودیتونه دوام وکړي نو افغانستان ممکن تر 2030 پورې له 25,000 څخه ډیرې ښځینه ښوونکي او روغتیایی کارکونکي له لاسه ورکړي.