پاکستان افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو اجازه او د کډوالو د نیولو امر کړی

د پاکستان ګمرک ۲۶ مرستندویه لاریو ته د اوښتو اجازه ورکړې او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به له ۵۰ څخه زیات نور مرستندویه موټر هم افغانستان ته داخل شي.

له نږدې لسو میاشتو ځنډ وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) د بشري مرستو لېږد یو ځل بیا پیل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په خپل هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو بهیر هم چټک کړی دی.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو لومړني کاروانونه، چې بسکټ، د پخلي غوړي او نور اړین خوراکي توکي پکې بار دي، د سه شنبې په ورځ د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، د پاکستان ګمرک ۲۶ مرستندویه لاریو ته د اوښتو اجازه ورکړې او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به له ۵۰ څخه زیات نور مرستندویه موټر هم افغانستان ته داخل شي.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې عملي شوه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغو مرستو د تېرېدو اجازه ورکړه او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم د مرستندویه کاروانونو د تګ راتګ د اسانتیا ډاډ ورکړ.

سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وایي، د تورخم له لارې د بشري مرستو بیا پیل د افغانستان د بشري وضعیت لپاره مهم ګام دی، خو د هغه په وینا، دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به روانې سیاسي او امنیتي ستونزې ژر پای ته ورسیږي.

په همدې حال کې، پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر هم چټک کړی دی. د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته د ورکړل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته، په بېلابېلو ښارونو کې د کور په کور د پولیسو عملیات پیل شوي دي.

یو شمېر افغان کډوال وایي، د نیول کېدو او ایستلو له وېرې نور نه شي کولی خپل عادي ژوند، کار او کاروبار ته دوام ورکړي.

بلخوا، د تورخم د ګمرکي استازو د اتحادیې مشر مجیب شینواری وایي، د تورخم د لارې اوږدمهاله تړل کېدو سوداګرو ته درانه اقتصادي زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، مخکې د دوی د بازار ونډه شاوخوا ۸۰ سلنه وه، خو اوس ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې راکمه شوې ده.

په ورته وخت کې، هند هم له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو همکاریو د پراخولو هڅې روانې ساتلې دي. د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري د نږدې یوې اوونۍ لپاره هند ته سفر کړی او د دواړو خواوو چارواکو سره یې د سوداګرۍ او کرنیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، د کابل او هند ترمنځ د هوايي بار وړلو دهلېز فعال دی او د همدې لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو راکړه ورکړه دوام لري.

تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر راهیسې د امنیتي وضعیت له امله د عادي تګ راتګ پر مخ تړل شوی و.

شنونکي وایي، که څه هم د تورخم له لارې د بشري مرستو بیا پیل به د افغانستان د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره مهمه اسانتیا برابره کړي، خو د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنولو دوام به پر افغانستان د بشري، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو بار نور هم زیات کړي.