ملگري ملتونه وايي لومړني راپورونه ښيي چې د افغانستان د نورستان په ولایت کې د سیلابونو له کبله له ۴۰ څخه ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او یو شمېر نور ورک دي.
د ملگرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک پرون سه شنبه (جولاۍ٢١) په یو خبري کنفرانس کې وویل، « مونږ او زموږ بشردوستانه شریکان د وضعیت ارزونه کوو او د مرستندویه اقداماتو لپاره پلان جوړوو.»
د بشري ادارو د رپوټونو له مخې دغو سېلابونو کورونو، عامه ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته هم دروند زیان اړولی دی.
دوجاریک زیاته کړه: «البته بشردوستانه همکاران د سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو د اغیزو په وړاندې د اقدام کولو لپاره کار کوي، هغه سیلابونه چې پرون یې د هیواد د ختیځ ځینې برخې ځپلې وې.»
د نورستان ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنگ رئیس سمیع الحق حقبیان په یوه ویدیو کې د پیښې له ځای څخه ویلي دي چې «١٠٥ کسان تر اوسه نادرکه دي، ٢٣ مړي ایستل شوي او٨٠ تنه ټپیان» شوي دي. د نوموړي په وینا په سیلاب کې د ٣٥ میلیونو ډالرو مالي زیان اټکل شوی.
نوموړي نه دي ویلي چې په قربانیانو کې څومره ماشومان او څومره ښځې او سړي دي. حقبیان ویلي کیداې شي د تلفاتو شمیرې نورې هم لوړې شي.
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) ویلي چې له شریکانو او سیمه ییزو چارواکو سره د همغږۍ پر مهال، زیانمنې شوې لارې او خراب سړکونه د مرستو رسولو چارې خورا ستونزمنې کوي.