د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د اعدامونو وروستۍ څپه، چې یو شمېر افغانان هم په کې په دار ځړول شویدي، په کلکه غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي، "موږ د سیاسي ځپلو د یوې وسیلې په توګه د ایران د رژیم لخوا د اعدامونو د کارولو کلکه غندنه کوو او په (ایران کې) د سیاسي بندیانو او هغو کسانو د سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوو چې په ناحقه توګه نیول شوي دي؛ په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې په سوله ییزه توګه یې له خپلو بنسټیزو آزادیو څخه کار اخیستی دی."
په دې وروستیو ورځو کې، ایراني حکومت د اصفهان په «عليخاني» څلورلارې کې د ترسره شویو لاریونونو په تړاو یو شمېر کسان اعدام کړي دي؛ چې په هغو کې لږ تر لږه دوه افغان اتباع هم شامل وو او د جولای په ۱۹مه سهار د اصفهان په «دستګرد» زندان کې اعدام شول.
په یوه وروستي پرمختګ کې، د ایران دولتي خبري اژانس "فارس" د سه شنبې په ورځ، د جولای په ۲۸مه راپور ورکړ چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په اصفهان کې د ترسره شویو لاریونونو په تړاو دوه نور کسان اعدام شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته زیاته کړه: "د لسیزو راهیسې، [ایراني] رژیم ایرانیان د شکنجه کولو، په زور د اعتراف اخیستلو او داسې نمایشي محاکمو سره مخ کړي چې پایله یې خپلسري او غیرقانوني اعدامونه وو. نن ورځ، بې ګناه ملکي وګړي د رژیم د نظامي او اقتصادي ناکامیو له امله د بلا د قربانۍ د سپر په توګه کارول کیږي."
څو ورځې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د لاریون کوونکو د اعدام په غبرګون کې د «ټروت سوشل» (Truth Social) په ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «د ۵۲۰۰۰ څخه زیاتو بې ګناه لاریون کوونکو له ډلې وروستي کسان. وحشیان!!! ډیموکراتان به کله راویښ شي؟»
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په ایران کې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې د هیواد په کچه د لاریونونو له پیل راهیسې، د ایران د قضايي ارګان لخوا تر ۶۰ ډېر کسان په اعدام محکوم شوي او لږ تر لږه د ۲۳ تنو د اعدام حکمونه عملي شوي دي.
ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې ایراني چارواکي د لاریونونو او امنیتي مسلو اړوند قضیو په پروسه کې چټکتیا راولي؛ هغه بهیر چې د دغه سازمان په وینا، د عادلانه محاکمې د حق د تر پښو لاندې کېدو خطر زیاتوي.
په داسې حال کې چې د اصفهان د لاریونونو د قضیې په تړاو شاوخوا لس نور کسان د اعدام له ګواښ سره مخ دي، ملګرو ملتونو یو ځل بیا له ایران څخه غوښتي چې دغه اعدامونه ودروي، د محاکمې د بهیر په اړه خپلواکې څېړنې ترسره کړي او د بشري حقونو په برخه کې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي.