په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري وضیعت په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې ښځې او نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه محرومې دي.
په راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ٢٠٢٦ کال د اپریل څخه د جون تر میاشتې پورې مواد راټول شوي.
راپور د یوناما د بشري حقونو د څانګې لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ورکړل شوي ماموریت سره سم د تر سره شوې څارنې پر بنسټ چمتو شوی.
یوناما په دی راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پیښې مستندې کړي دي.
په افغانیتان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي راپور، پر افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو ازادیو په ګډون د زده کړو، کار، حجاب او د طالبانو له لوري د محدودیتونود دوام یادونه کړې.
راپور وايي د جون له ۶مې تر ۸مې نېټې پورې، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې چارواکو لږ تر لږه ۳۰ ښځې د دوې له لوري د ټاکل شوي حجاب د نه مراعاتولو په تور نیول شوي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې د ښځو د تګ راتګ پر ازادۍ د لګول شویو محدودیتونو په اړه معلومات ثبت کړي دي؛ دا محدودیتونه د اوسنیو واکمنو د هغه شرط له امله دي چې له مخې یې ښځې باید له کوره بهر د وتلو پر مهال له یوه محرم سره وي.
یوناما په راپور کې د افغانستان د څو ولایتونو بیلګه وړاندې کړې چې د طالبانو یوه ډله مفتشین د ښځو سینگار توکو پلورونځیو او روغتیايي مرکزونه ته ورځي او مسوولینو ته يې هدایت کوي چې ښځو ته پرته له محرم څخه دوا درمل ورنکړي او نه هم پرې څه وپلوري.
راپور کې لیکل شوي، د می او جون په میاشتو کې، د واکمنو طالبانو د ازموینو ملي ادارې په ټول هیواد کې د دولتي پوهنتونونو د کانکور ازموینې ترسره کړې، چې په کې هیڅ ښځې او نجونې شاملې نه وې.
په راپور کې د "د زوجینو د بېلتون اصولنامې" یادونه هم شوې چې له مخې یې نارینه لا هم د یو اړخیز طلاق حق لري
سره له دی چې طالبان وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه د اسلامي شریعت له مخې تأمین دي خو روان وضعیت ته په کتو،افغان ښځې او نجونې لا هم د خپلو لومړنیو حقونو څخه محرومې دي چې همدا وضیعت د نړیوالوادارو او بشري حقونو د بنسټونو لپاره جدي او اندیښمنونکې دی
واکمنو طا لبانو تر اوسه د یونانا ددې هر اړخیز رپوټ په هکله څه نه دي ويلي.