په یوه شپه کې هسپانيا ته د زرگونو کډوالو ننوتل اونړیوال غبرگونونه

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غیر قانوني توگه مراکش څخه هسپانيا ته د لسگونه زره کسانو ورتگ ډیر بد حالت بللی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په ایکس پاڼه په یو خپور شوي پیغام ویلي: "دا ډېر بد حالت دی. دا انځور په یاد ولرئ. که ناسم لوری واک ته ورسېږي، زموږ حالت به په درېیو کلونو کې همداسې وي که ډیموکراتان واک ته ورسېږي، تاسو به ډېر ښه ژوند ونه لرئ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې امریکا نه یوازې د اروپا سره ولاړه ده بلکې د خپلو اتباعو ساتنې ته چمتو چمتو ده. د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې راغلي:

"متحده ایالات د هسپانیا د خلکو او ټولو اروپایانو سره د هغوی د حاکمیت او بشري حقونو د دې سختې سرغړونې په وړاندې ولاړ دی. دا د نه منلو وړ پیښه د هسپانیا د حکومت د قصدي هڅو مستقیمه پایله ده چې اروپا ته د ډله ایزو غیرقانوني مهاجرتونو د اسانتیا لپاره یې ترسره کوي. موږ په کور دننه او بهر کې د دې ګواښ څخه د امریکایانو د دفاع لپاره اقدامات په پام کې نیسو او د ورته انتخابونو په پام کې نیولو سره د نورو اروپایي متحدینو سره د مرستې لپاره چمتو یو."

هسپانيا ته ددومره گڼ شمیر کډوالو ورتگ د گڼ شمیر رسنیو او نړیوالو پام ځانته را اړولې دی. شاوخوا ۶۰ زره کډوالو د هسپانيې د "سیوټا" ښارگوټي ته د ننوتلو هڅه وکړه.

د چارواکو په وینا، د هسپانیا امنیتي ځواکونو خپل اقدامات پراخ کړي او هغه کسان چې په غیرقانوني توګه هېواد ته داخل شوي وو، د بیرته ستنولو لپاره يې هڅې ګړندی کړي دي او د وضعیت د کنټرول لپاره به هر اړخیز اقدامات وکړي.

د هسپانیا لومړی وزیر پیدرو سانچز ویلي: "هغه څه چې پېښ شوي، د هسپانیا پر ځمکنۍ بشپړتیا برید دی او زموږ له لوري د خورا کلک او پرېکنده غندنې وړ دی. ټوله هسپانیا د سیوټا (Ceuta) له خلکو سره ولاړه ده. حکومت به د امنیت او سوله ییز ګډ ژوند د تامین لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي."

د رویترخبري اژانس د رپوټ له مخې، د هسپانيې د کورنیو چارو وزارت ویلي د راغلو کډوالو له ډلې شا وخوا ٢٥٠٠٠ زره يې پخپله خوښه بیرته مراکش ته ستانه شوي دي.

له بل پلو، اروپايي ټولنې هم له هسپانیا څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې د هسپانیا او مراکش ترمنځ د لا نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه. مراکشي چارواکو هم پر ګډې همکارۍ او د کډوالو د بشري وضعیت د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.د اروپايي ټولنې د کمیسیون رئیسې اورسولا ون دیر لاین پخپل ایکس پاڼې لیکلي: "له سیوټا (Ceuta) څخه ترلاسه کېدونکي انځورونه د منلو وړ نه دي. موږ نشو کولی چا ته اجازه ورکړو چې زموږ له مقرراتو پرته زموږ اتحادیې ته راشي. خطرناک تګ راتګ باید سمدستي بند شي. د قاچاق شبکې باید له منځه یوړل شي. او د خلکو بېرته ستنول باید د مقرراتو سره سم په چټکۍ سره ترسره شي."

بلخوا د بریټانیا صدراعظم انډي برنهام په هسپانیا کې رامنځ ته شوی وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی او ویلي یې دي دا مسله تر ډېره د هسپانیا له حکومت سره تړاو لري، خو وضعیت د اندېښنې وړ دی. موږ له هسپانوي چارواکو سره په اړیکه کې یو ترڅو ملاتړ وړاندې کړو او د وضعیت د پایلو په اړه ښه پوهاوی ترلاسه کړو».

نړیوالو مشرانو خبرداری ورکړ چې د کډوالۍ د کړکېچ حل یوازې د امنیتي تدابیرو له لارې ممکن نه دی؛ بلکې باید د هغې اصلي لاملونه لکه په اصلي هېوادونو کې بې وزلي او بې ثباتي هم حل شي.