ډبلیو اف پي: د افغانستان ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي د ریکارډ کچې ته لوړه شوې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخ پر زیاتیدونکي بحران په اړه خبرداری ورکړی .

ډبلیو ایف پي په یو تازه راپور کې ویلي چې په داسې حساس وخت کې چې د خوړو دې نړیوالو پروګرامونو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده ، د بودیجې کمښت د ژوند ژغورونکو خوراکي او تغذیوي پروګرامونو د کچې راکمولو سبب ګرځي.

ډ بلیو اف پي لیکي، که بېړنۍ مرستې ترلاسه نه شي، نودوي او شریکان به یې ونه شي کړي چې په راتلونکو میاشتو کې د نورو ماشومانو د خطرناکې خوارځواکۍ مخه ونیسي، چې له امله به یې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ چې په ډاګه شوه چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خوارځواکي خورا خطرناکې کچې ته رسېدلې او اټکل کیږي چې د اکتوبر تر میاشتې پورې به دا وضعیت لا پسې خراب شي.

په ماشومانو کې د جدي خوارځواکۍ دا خطرناکه کچه د ژوند ژغورونکي درملنې لپاره بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي؛ اوس مهال ۱۲ ولایتونه هلمند، دایکندي، زابل، بغلان، روزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر د دې وضعیت سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي معمولاً د جولای او اکتوبر میاشتو ترمنځ خپل اوج ته رسېږي، چې لامل یې د ساري ناروغیو زیاتوالی، د اوبو او حفظ الصحې خراب وضعیت، د تغذیې اړوندو اړینو خدماتو ته د لاسرسي کمښت او د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د کچې لوړېدل دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي ، سږکال ډېرو ماشومانو حتی د خوراکي توکو د پراخ شتون په موده کې هم کافي خواړه نه درلودل.

د روان کال په لومړنیو دریو میاشتو کې د ماشومانو د خوراکي توکو د نه خوندیتوب کچه دومره لوړه شوه چې د نفوس ۴۷ سلنه برخه یې اغېزمنه کړه.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر جان آیلیف وویل: «موږ د راتلونکي نسل د له منځه تلو شاهدان یو، هغه هم په داسې حال کې چې دا د حاصلاتو او پراخې کچې خوراکي توکو د شتون وخت دی. دا یوازې د زړه بوږنوونکي حالت خبره نه ده، بلکې د منلو وړ هم نه ده.»

د شخړو، بې روزګارۍ، د خوراکي توکو د بیو لوړوالي او د بشري مرستو کمښت په ګډون، د خوارځواکۍ په کچه کې د دې خطرناک زیاتوالي لامل شوی دی.

سږ کال، د تغذیې پاتې پروګرامونه د تغذیې محصولاتو د سخت کمښت له امله چې په منځني ختیځ کې د شخړو او د نهو میاشتو لپاره د پاکستان پولې تړل کیدو له امله رامینځته شوي وو، فلج شول.

دې شخړو د اکمالاتو لارې بندې کړې او لګښتونه یې لوړ کړل. په پایله کې، په افغانستان کې نږدې یو ملیون خوارځواکۍ میندې او ماشومان د پنځو میاشتو لپاره د تغذیې له اړینو خدماتو څخه محروم شول.

په افغانستان کې اټکل کیږي چې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان به له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي، او همدارنګه ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم له خوارځواکۍ څخه کړېږي؛ که چیرې سمدستي پانګونه ونه شي، نو دغه شمېرې به نورې هم لوړې شي.